تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا څارنوالۍ څلور کسان د اطلاعاتو په خپرولو تورن کړي
د امریکا لوی څارنوال جف سشنز تېره ورځ وویل، څلور کسان د پټو معلوماتو په افشا کولو تورن شوي دي.
دغه کسان په دې تورن شوي چې ډلبندي شوي معلومات یې په ناقانونه توګه خپاره کړي او له بهرنیو څارګرو ادارو سره یې خپلې لیدنې پټې ساتلې دي.
د تورنو کسانو هویت تر دمګړۍ له رسنیو سره نه دی شریک شوی.
د امریکا دمحرمو معلوماتو د درز ګنګوسې د تېر کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال راپورته شوې او تر دا مهاله روانې دي.
د محرمو معلوماتو پر خپراوي د څلور کسانو تورنېدل، د امریکا د لوی څارنوال له لوري د پټو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لومړنۍ هڅه ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ د پټو معلوماتو د بربنډېدو له امله پر ښاغلي سشنز نیوکې هم کړې وې.
د امریکا د پټو معلوماتو د خپرېدو وروستۍ بېلګه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا د ډونلډ او د مکسیکو د ولسمشر ترمنځ د ټیلیفوني خبرو د متن تر لاسه کول و.
په دغه متن کې د امریکا ولسمشر له خپل مکسیکويي سیال (پنیا نیتو) څخه غوښتنه کوي چې په ډاګه ونه وايي، د مکسیکو د جوړېدونکي دېوال پیسې نه ور کوي.
ښاغلي سشنز پخپلو خبرو کې وویل، که دولتي چارواکي د نورو دولتونو له هغو سره ډاډه او خوندي خبرې ونه کړای شي، دولت هیڅ کار نه شي کولی.
د مکسیکو او امریکا د ولسمشرانو پر ټلوېزیوني خبرو سربېره، د استرالیا د لومړي او ډونلډ ټرمپ ټیلیفوني خبرې هم رسنیو تر لاسه کړې دي.
د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیر (دن کوتز ) چې له لوی څارنوال سره یې په رسنیزه غونډه کې خبرې کولې، هغو کسانو ته ګواښنه وکړه چې پټ معلومات افشا کوي:
"هر څوک چې په دغه مجرمانه کړنه کې لاس ولري، د امریکا د اطلاعاتو له ټولنې او خلکو سره یې خیانت کړی دی."