تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه کې ناکامې کودتا کوونکو د محاکمې پر مهال سلګونه کسان نیول شوي
ترکیه کې د پروسږ کال ناکامې کودتا د ګډونوالو د محاکمې پر مهال له ۵۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي. پر یو شمېر دغو کسانو، چې محکمې ته امنیتي ځواکونو بدرګه کول، هلته ولاړو کسانو چیغې وهلې او د دغو کسانو لپاره یې د اعدام سزا غوښتنه کوله.
د محکمې توجه د اکینسي هوايي اډې پر پېښو ده، چې ویل کېږي د کودتا د مشرانو مرکز و. د محاکمې لپاره له انقرې بهر یو ځانګړی مرکز په پام کې نیول شوی دی. پر محاکمه کېدونکو کسانو د ولسمشر رجب طیب اردوګان د وژلو پلان جوړولو تورونه لګېدلي دي.
د پوځيانو د کودتا په هغه ناکمه هڅه کې چې د ۲۰۱۶ کال جولای کې وشوه، ۲۴۹ ملکي کسان وژل شوي وو. پر هغه شپه تر څو ساعتونو پورې د پوځ مشر جنرال هولوسي اکار او یو شمېر نور لوړ پوړي پوځیان په هوايي اډه کې یرغمل نیول شوي وو.
اوسنۍ محاکمه له هغه راهیسې تر ټولو لویه ده او د دې محاکمې پایله کې مجرم پېژندل شوي کسان ښايي د عمري زندان په سزا محکوم شي. که څه هم ترکيې کې د اعدام سزا لغو شوې، خو اپریل میاشت کې د واک غځېدو په اړه یوې ټولپوښتنه کې له بریا وروسته ولسمشر اردوګان د دغې سزا بیا اعادې په اړه د ټولپوښتنې وړاندیز وکړ.
ولسمشر د کودتا له هغې ناکامې هڅې وروسته پرلپسې د دغې سزا بیا اعادې پلوي کوي، خو اروپايي ټولنې په څرګند ډول ویلي که داسې کوم څه کېږي، دا به له یادې ټولنې سره د ترکیې ګډون خبرو ته د پای ټکی کېږدي.
داسې ادعا کېږي، چې د تېر کال جولای میاشتې پر هغه شپه له اکینسي هوايي ډګره کودتا کوونکو پوځیانو ته داسې پیغامونو لېږل شوي وو، چې باید پر پارلمان بمباري وکړي.
د کودتا له ناکامۍ وروسته زرګونه هغه کسان نیول شوي وو، چې له امریکا مېشتي ملا فتح الله ګولن سره پرې د اړیکو شک کېده.
پر ښاغلي اردګان نیوکه کوونکي بیا وايي نوموړی له کودتا وروسته د سیاسي مخالفینو له منځه وړلو لپاره دغه پېښه د پلمې په توګه کارووي.