تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه کې لسګونه کسان د 'کمیس' اغوستو له کبله نیول شوي
ترکيه کې امنیتي ځواکونه د هغو کسانو لټون کوي، چې یو ډول ځانګړي کمیسونه یې اغوستي وو.
دوی فکر کوي دغه کمیسونه د ګولن تحریک او پروسږنۍ ناکامې کودتا اړوند دي.
د سي این این ترک خبري چېنل رپوټ کې ویل شوي، ترک پولیسو تېرو لسو ورځو کې داسې ۳۰ کسان نیولي، چې دغه کمیسونه یې اغوستي وو.
پر دغو کمیسونو اتل یا (هېرو) لیکل شوي دي.
رپوټ کې ویل شوي: '' یو شمېر کسان ازموینې ته روان وو، چې نیول شوي، ځینې بیا د پوهنتون له لیلې نیول شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
د جولای لومړیو کې ګوخان ګوکلو نومي یوه سرتېري دغه ډول کمیس اغوستی و او محکمې ته په پروسږنۍ کودتا کې د برخې اخیستو په تور وړاندې شو.
په ظاهره داسې ښکاري، چې د دغه ډول کمیس اغوستونکو د نیولو لړۍ له هغه راهیسې پیل شوې.
ترک حکومت پر فتح الله ګولن او د هغه پر اسلامي تحریک تور لګوي، چې د ۲۰۱۶ کال جولای میاشتې ناکامه کودتا کې یې لاس درلود.
دغه تحریک اوس ترکیه کې یو ترهګر سازمان بلل کېږي او دا کمیس د ګولنیانو او کودتا سمبول بلل کېږي.
حکومت پلوې صباح ورځپاڼه هم په دې باور ده، چې هېرو کلیمه په ترکي ژبه کې د 'پر ګران روحاني مشر دې د خدای تعالی رحمت وي ' مخفف کېدای شي، چې په باور یې د روحاني مشر اصطلاح فتح الله ګولن ته اشاره کوي.
ورځپاڼه لیکي، چې د ګولن ملاتړي په خپل منځي خبرو کې دغسې سمبولونه کاروي. اوس دغه ډول کمېسونه بازار کې نه موندل کېږي، خو له دې مخکې یوه مشهور پلورنځي کې د ۱۵ ترکي لېرو په بیه پلورل کېدل.