مېرمنې ژوندۍ، خو مېړونه یې د قتل په تور بندیان دي

    • Author, منیش شانډلیه
    • دنده, بي بي سي

ډېری بندونو کې د داسې کسانو کمی نشته چې د وژلو او ان د خپلې مېرمنې پر وژلو بندي شوي وي. عمر بند یا اعدام ته شپې ورځې اړوي.

خو ځینې داسې کسان هم شته چې مېرمن یې ژوندۍ مګر مېړه یې د وژلو په تور بندي وي.

د هند په بهار ایالت کې تېرو دریو میاشتو کې داسې درې پېښې شوې، چې مېرمنې ژوندۍ خو مېړونه یې د وژلو په تور بندي او یا هم په ضمانت خوشي شوي یا له د قانون له وېرې تښتېدلي دي.

له واده کال وروسته مېرمن ورکېدل

دا پېښه د سږکال مۍ میاشت کې شوې ده. په مظفر پور ولسوالۍ کې ۲۸ کلن منوج کومار د خپلې مېرمنې رنکي د وژلو په تور له نږدې یو کال راهیسې په بند کې دی.

د ۲۰۱۵ کال اپرېل کې له واده یو کال وروسته رنکي یوه ورځ له کور ورکېږي، وروسته د هغې پلرګنۍ د منوج په ګډون شپږ کسان د هغې د ولور یا جهیز پټولو لپاره د وژلو په تور حکومت ته ور پېژندل کېږي.

منوج بندي کېږي، خو کورنۍ یې د بې ګناتوب د زبادولو لپاره رنکي پسې منډې ترړې وهي.

د رنکي د زدکړو اسناد د منوج کور کې وي، دوی د دې اسنادو له مخې هغې سیمې(جبل پور) ته ځي چې رنکي پکې زدکړې کړې.

بالاخره رنکي پیدا کوي او پولیس هم منوج له بند خوشی کوي.

منوج د خپلې خوسرګنۍ هم عجیبه خبره کوي: " له دوسیې جوړولو یوه اونۍ وروسته د رنکي پلار او ورور تاڼه کې داسې مړی وښود چې رنکي ته ورته و، په هغه یې ژړل او خاورو ته یې وسپاره".

د رنکي له موندلو وروسته پولیسو دا معلومه کړه چې هغه له خپل واده خوشاله نه وه، یوه ورځ له خوسرګنۍ د خپل مین یا عاشق کور ته ځي او هلته یې په کور کې پټېږي.

پولیسو له جبل پور څخه رنکي راوړه او مظفر پور کې یې بندي کړه، خو اوس په ضمانت خوشې شوې ده.

۲۰ کاله د ژوندۍ مېرمنې د وژلو په تور مجرم

د بهاګلپور ولسوالۍ سریش یادو تېر شل کلونه ډېره هڅه وکړه چې پولیسو ته وښيي، بې ګنا دی او خپله مېرمن پرتیما یې وژلې نه ده.

خدای یې هیله پوره کړه د روان کال د جون پر لسمه یې هغه وخت ځان سپین کړ چې پولیسو د هغه مېرمن پرتیما په پلرګنۍ کې ژوندۍ پیدا کړه.

هغه چې له سریش یادو ورکه شوې، نو میرټ کې یې واده کړی او اوس له بل خاوند سره مزې کوي، خو دی یې شل کاله د وژنې په تور رنځېده.

پرتیما د ۱۹۹۶ کال مۍ کې وژلې وبلل شوه، څلوېښت کلن سریش وايي دا شل کلونه یې ډېر له پرېشاني ډک و، بند ته واچول شو او د دوسیې چلولو لپاره یې خپله ځمکه او جایداد له لاسه ور کړل.

سریش وايي، پرتیما یې له کور پلرګنۍ ته تللې وه، بیا یې مور پلار بل چا ته و اده کړې او دی یې د هغې پر وژنه تورن کړی و.

خو څو ورځې مخکې د سریش خور د پرتیما پلرګنۍ کې خپله ورېندار ویني او ورور خبروي، چې پولیسو ته اطلاع ور کړي.

شپږ کاله تښتېدل

په ویشالي ولسوالۍ کې د تارا دیوي د وژلو په تور د هغې مېړه سوندر رای او پنځه نور کسان له شپږ کلونو ر اهیسې تښتېدلي یا فراري وو، خو تارا د جولای پر ۱۱ ژوندۍ پیدا او پولیسو ونیوله.

په دې تړاو د ویشالي د تاڼې مسوول راجیو رنجن شریواستو وايي، د تارا پلار شنکر رای د ۲۰۱۱ کال نومبر کې ورغی او ورته ویې ویل چې زوم یې لور وژلې ده:

" خو وروسته موږ ته معلومه شوه چې تارا له بل هلک سره واده کړی او مظفر پور کې اوسېږي. بیا پولیسو پر شنکر زور واچاوه او هغه یې اړ کړ چې تارا ورته وښيي ".

تارا وايي، خوسرګنۍ یې ور سره بد چلند کاوه، ځکه یې پرېښودل، خو پولیس وايي، تارا له بل چا سره مینه درلوده، ځکه یې خپل مېړه پرېښود او له مین یا معشوق سره لاړه.

د وژلو دا ټول درواغجن تورونه د ولور جهیز یا کور خلاف قانون کې ثبتېږي، د دې قانون د ناسم کارولو له امله د هند سترې محکمې پر ۲۰۱۴ کال اندېښنه وښوده.دلی