تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو د الجزیرې د دفتر بندېدل غواړي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو الجزیره تلوېزیون په بیت المقدس کې په تاوتریخوالي تورن کړی او اسرائیلو کې یې ددغې رسنۍ د دفتر بندېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي نتنیاهو د چارشنبې په ورځ (زمری ۴) د قطر د خبري رسنۍ الجزیرې په اړه د نظر پوښتنې په اړه الجزیره تورنه کړې چې د قدس شریف درواوکې د الکترونیکي امنیتي دروازو لګولو مسله کې یې ''پاروونکی'' عمل کړی، همدا ده چې له اسرائیلو د دغې رسنۍ د شړلو په درشل کې دی.
د دغو الکترونیکي دروازو پرسر لانجه د فلسطینیانو د پراخې غوسې لامل وګرځېد، ځکه چې په دې کار سره اسرائیل غواړي مسجد الاقصی جومات ته د مسلمانانو ورتګ محدود کړي.
یهودان هم دا خپل یو لرغونی مقدس ځای ګڼي.
د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ تر اخ او ډب وروسته تل ابیب اعلان وکړ چې الکترونیکي دروازې به د حرم له ننوتونکو دروازو لیرې کوي او په دې سیمه کې به نا محسوس امنیتي تدابیر سختوي.
پر دې سربېره، تېره ورځ د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د اسرائیلو په دې ګام سره وویل، چې تر راتلونکي امر پورې به د ده د ادارې او تل ابیب ترمنځ اړیکي درول کېږي.
منځني ختیځ ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له فلسطینیانو او اسرائیلي دولته وغوښتل چې له بیت المقدس بهر د ناامنیو د پراخېدو مخه ونیسي او د روانې اونۍ د جمعې ورځې تر لمانځه پورې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.
نیکولای ملادینیف دواړوې غاړې د مسجد الاقصی یا قبة الصخرة د حرم شریف پرسر د روانې شخړې هواري ته بللې دي.