تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: جرګې د جنسي تېري په بدل کې د ورته عمل فیصله کړې
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پنجاب له ملتان سره څېرمه په مظفراباد سیمه کې پر يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په بدل کې د جرګې له پرېکړې سره سم د تېري کوونکي کس پر ۱۷ کلنې خور ورته جنسي تېری شوی دی.
د سیمې د پولیسو يوه مشر احسن یونس بي بي سي ته ویلي، په دې جرګه کې شاوخوا ۲۷ کسان نارینه او ښځې ناستې وې، چې تراوسه يې ۲۰ تنه نیول شوي او د نورو د نیولو هڅه روانه ده.
د پولیسو
د ځايي پولیسو په خبره د روانې میاشتې پر ۱۶مه نېټه د مظفراباد په راجپور سیمه کې یوه کس پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و، چې دوې ورځې وروسته د مخالفې ډلې نارینه او ښځې د متاثره نجلۍ کور ته په جرګه ورغلي وو.
د جرګې له پرېکړې سره سم د هغې نجلۍ ورور ته، چې تېری پرې شوی، اجازه ورکړل شوې، چې د تېري کوونکي پر ۱۷ کلنې خور همالته تېری وکړي.
د پولیسو په خبره له دې پېښې وروسته بیا دواړو ډلو د یوه بل پرضد دوی ته عریضه وکړه او پولیسو پلټنې پیل کړې.
د پولیسو یاد چارواکي زیاتوي، دوی اوس د جرګې د مشرانو لټون کوي، چې په وینا یې ټول مسوولیت د همدوی پر غاړه دی.
تردې پېښې وروسته د بشري حقونو يو شمېر فعالانو د یادې جرګې چې دوی يې "پنجاييت" بولي، دغه ګام غندلی او له اړونده چارواکو يې د دوی پر ضد د سخت اقدام غوښتنه کړې ده.