د پیسو ماشین کې ایسار کس څنګه وژغورل شو؟

د عکس سرچینه، KZTV
د امریکا د متحده ایالتونو ټکساس ایالت کې یو کس چې د پیسو په ماشین کې ایسار پاتې شوی و وروسته له هغه وژغورل شو چې د رسید له سوري یې د " مرسته وکړئ" نوټ بهر ته غورځولی و.
پولیس وايي دغه کس د بانک هغه برخه کې کار کاوه چې بیا رغېده او وړاندې تر دې چې د پیسو ماشین ته ننوځي، موبایل یې موټر کې هېر کړی و.
دغه ناپېژاند کس د پیسو ماشین پر کاروونکو غږ کاوه چې مرسته ورسره وکړي او ویې باسي، خو هغوی به خپلې پیسې اېستلې او تلل به.

د عکس سرچینه، KZTV
پولیسو وړاندې تر دې چې دی راوباسي فکر کاوه دا هسې په ټوکو ځورول یا ملنډې دي.
د پولیسو یوه افسر رېچارد اولدن وویل: "موږ به ورو شانې غږ اورېده چې له ماشینه به راووت، نو موږ ټولو فکر کاوه چې دا ټوکه ده".
په پای کې دې کس کله چې پر یوه کاغذ په قلم لیکلی نوټ د ماشین یوه کاروونکي ته ور واېست چې پرې لیکلي ول:" لطفاً له ما سره مرسته وکړئ. زه دلته بند پاتې یم او ټیلېفون مې هم راسره نشته. لطفاً زما امر ته په دې شمېره ... زنګ ووهئ" وروسته له دوه ساعته له ماشینه وژغورل شو.




