تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند سترې محکمې د غوا حلالولو د بندیز قانون وځنډاوه
د هند سترې محکمې د هغه قانون د پلي کولو مخالفت وکړ چې له مخې یې د حلالې لپاره د غوا پر اخیستلو بندیز لګېده.
حکومت ویل په دغه قانون سره غواړي چې د مالدرۍ برخه کې "د څارویو د بې کنټروله او بې اصوله سوداګرۍ" مخه ونیسي.
که دا قانون پلی کېدلی، نو لومړی ځل به په هند کې د غوا پر حلالې او د مېښې او اوښ پر پير او پلور بندیز لګېده.
د لوی قاضي په خبره، دا قانون د غوښې او څرمنې پر صنعت او ژوند بد اغېز کاوه.
دغه صنعت د لږکیو مسلمانانو په لاس کې دی او له دغه وړاندیزي قانون سره ډېر مخالفت کېده.
دا قانون چې د مۍ پر ۳۰ لوړی ځل اعلان شو د تامیل ناډو په محکمه کې وځنډول شو.
ستره محکمه وايي، د مدراس عالي محکمې منځمهالی حکم چې د جولای پر اتمه یې وخت پای ته رسېدلی، بیا جاري او په ټول هېواد کې به پلی کېږي.
تمه ده چې حکومت د اګسټ تر پای په دغه مسوده کې بدلون او سمون راولي او بیا یې پر قانون د بدلولو هڅه وکړي.
غوا پلوي
د هند د ډېری وګړو(هندوانو) په دین کې غوا سپېڅلی څاروی ګڼل کېږي او په ډېرو ایالتونو کې یې د هغې پر حلالې بندیز هم لګولی دی، خو دا لومړی ځل دی چې د مښې پر حلالولو هم بندیز لګوي.
هند کې ډېره غوښه د غواوو پر ځای له مښو تر لاسه کېږي.
هند د کال د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت مېښینه او غویینه( د مښې او غوا) غوښه بهر ته لېږي او په دې برخه کې تر ټولو لوی صادرونکی دی.
د هند لوی قاضي جګدیش سینګ کیهر په خپل حکم کې وايي، "په دې قانون سره باید د خلکو اقتصاد زیانمن نه شي".
په تامیل ناډو کې نیوکګر(منتقدان) هم وايي، چې دا بندیز د خوړو خوښولو کې د خلکو حق تر پښو لاندې کوي.
د هند د ټولو مسلمانانو قریش ډلې مشر عبدالفهیم قریشي د سترې محکمې حکم یوه "بریا" بولي.
هند د غوښې لوی صادروونکی
د هند په ډېرو ایالتونو کې له هغه وروسته د غوا پر حلاله بندیز لګول پیل شول، چې پر ۲۰۱۴ کال بهارتیا جنتا ګوند په مشرۍ اوسنی حکومت جوړ شو.
د هند ګوجرات ایالت تېر مارچ داسې قانون پاس کړ چې د غوا حلالونکي ته ټول عمر سزا ور کوي.
په ورته مهال پر حکومت سربېره هغه ډلې هم ډېرې فعالې شوې دي چې ځانونه د غواوو پلویان بولي.
په ځینې پېښو کې دوی داسې مسلمانان وژلي چې د غوا حلالولو شک پر کېده، خو وروسته دا شک بې ځایه ثابت شوی دی.
همدا وجه وه چې د هند لومړي وزیر نرېندر مودي تېر کال وویل، غوا پلوو "غوسه" کړی او په تېر جون کې یې وویل، د غوا خوندیتوب په نوم وژنې "د منلو نه دي".
خو دا ډول څرګندونو د څارویو پر سوداګرو بریدونه ونه درول.