تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: پر خلکو فشار د ایراني حکومت پرضد ولس یو کولی شي
د امریکا دفاع وزیر جيمز متیس په ایران کې پر خلکو د حکومت د فشار اچولو په هکه خبرداری ور کړ.
د نوموړي په خبره، دا ډول سیاست د دغه هېواد خلک د خپل "بې خونده" حکومت پرضد یو کولی شي.
ښاغلي متیس د ایران حکومت شري وباله او ویې ویل، چې باید د ایران خلک ور سره یو ونه بلل شي.
د امریکا دفاع وزارت د واشنګټن ایالت د یوه ښوونځي د زدکوونکو ورځپاڼې( ایلندر) سره په مرکه کې وویل:
"په یاد ولرئ، چې دغه حکومت د ایران ډېر خلک وژلي او ډېر هغه ایراني ځوانان یې بندي کړي چې څو کاله مخکې یې په (زرغون اوښتون) کې د حکومت پرضد مظاهرې کړې وې".
هغه زیاته کړه: "د ایران خلک هیڅ ستونزه نه دي، دا حکومت دی چې کسان لېږي او په پاکستان یا واشنګټن ډې سي کې سفیران وژل غواړي".
داسې ښکاري چې د امریکا د دفاع وزیر ایرانی توکمه امریکايي وګړي منصور ارباب سیر یادوي.
نوموړی پر ۲۰۱۳ کال تورن شوی و چې د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې (هغه څانګه چې بهر کې عملیات کوي) په همکارۍ یې واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر وژل غوښتل.
ایراني چارواکو دغه تورونه یو مخ رد کړي وو.
ښاغلي متیس وویل: "تر هغه چې د ایران خلک له دغه مذهبي حکومت ونه ژغورل شي، دوی( د ایران مشران) فکر کوي چې ان کولی شي خلکو ته ووايي کوم نوماند ته رایه ور کړي".
"دا مشر دی چې پرېکړه کوي کوم کس په ټاکنو کې ګډون وکړي. داسې مثال لري چې د امریکا اوسنی ولسمشر پرېکړه وکړي چې په راتلونکو ټاکنو کې څوک ګډون وکړي".
د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا د ایران پر حکومت تور پورې کړ چې په لبنان کې حزب الله ډلې او یمن کې حوثي وسلوالو ته توغندي لېږي.
ښاغلي متیس ایران په منځني ختیځ کې د بې ټیکاوۍ تر ټولو ستر لامل وباله او ویې ویل: له قاهرې نیولې تر تل ابیب او ریاض" د سیمې ټول خلک" دا ډول نظر لري.
هغه زیاته کړه: "دمګړۍ دوی بالستیک توغندي یمن ته لېږدولي، چې له هغه ځای یې سعودي عربستان ته وتوغوړي. معامله به ور سره سخته وي. بالاخره باید داسې کار وشي چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن وکړ، مطلب بندیزونه پر ولګېږي، اقتصادي بندیزونه به دوی د خبرو مېز ته راولي، ځکه په واک کې پاتېدل غواړي".
دا د ایران له حکومت سره د امریکا د ستونزو په هکله د یوه لوړپوړي چارواکي وروستۍ څرګندونې دي.
له دې مخکې د جون په منځنیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم د دغه هېواد ولسي جرګې ته ویلي و، چې امریکا په ایران کې د واک سوله ییز لېږد غواړي.
ایران هغه مهال د ښاغلي ټېلرسن پر څرګندونو سخته نیوکه وکړه.
ایران او امریکا د سیمې په کشالو کې د یو بل مخالف دریځ لري.
امریکا د سوریې له حکومت او د لبنان له حزب الله ډلې سره د همکارۍ او له اسراییل سره د دوښمنۍ ښودلو له امله پر ایران نیوکه کوي.