تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د داعش ضد کارېدلي ایراني توغندي څومره خطرناک دي؟
سوریه کې د "داعش پر اډو" د سپاه پاسدارن په توغندیز برید پسې د سپاه ویاند رمضان شریف وویل، چې په دغه برید کې ۶ منځ واټنه بالستي توغندي، له ۶۵۰ تر ۷۰۰ کیلومترو واټن پر مختلفو موخو لګېدلي دي.
هغه ټینګار وکړ چې "ځینې دا توغندي" د "ذوالفقار توغندي" له ډلې و، خو د هغو د شمېر په تړاو یې څه ونه ویل.
په ورته مهال د ایران رسنۍ وايي، چې په دغه برید کې څو "قیام" توغندي هم کارېدلي دي.
ځکه ویلی شو چې د وړمې ورځې برید کې د ذوالفقار او قیام ټول شپږ توغندي توغول شوي دي.
اټکلولی شو چې د سپاه پاسدران د ویاند په خبرو کې د ذوالفقار د اهمیت دلیل تر قیام توغندیو د هغوی نویوالی دی، قیام له ذوالفقار شپږ کاله مخکې تولید شوي دي.د داعش ضد کارېدلي ایراني توغندي څومره خطرناک دي؟
د ذوالفقار ځانګړنې
ایران د ۷۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو واټن ویشتونکی ذوالفقار توغندی "منځ واټنه" او له "رادار تښتېدونکی" بولي.
د سپاه پاسداران په خبره، دا توغندی ۸،۸۶ متره اوږده دی، ۶۱ سانتي متر قطر او ۳۴۵۰ کیلوګرامه وزن لري. کلک یا جامد سونتوکي کاروي او له غږ درې نیم چنده چټک دی.
د دې توغندي د توغولو لپاره له خوځند توغوونکې وسیلې کار اخیستل کېږي، ځکه دوښمن ته ګرانه ده چې د ذوالفقار د توغېدلو ځای او توغوونکې وسیله یې له منځه یوسي.
سپاه وايي، ذوالفقار په نښه ویشتلو کې خورا ډېره زیاته ځیرکتیا او "جمینګ ضد" ځانګړنې لري، مطلب د دوښمن هغه برېښنايي څپې کږولی شي، چې د دې توغندي د شنډولو لپاره یې کاروي.
سپاه پاسدران اول ځل د ۱۳۹۵ کال د وږي پر ۳۱ عباس بندر کې د ایران د وسلوالو ځواکونو په پرېډ کې له ذوالفقار توغندي پرده پورته کړه.