امریکا او روسیې په سوریه کې پر اوربند هوکړه وکړه

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سوریه له تېرو شپږو کلونو په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په سوریې کې پر تازه اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.

دا هوکړه لیک د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له جنګ جګړو د خوندي سیمې د رامنځته کولو لپاره لاسلیک شوی دی.

پر سوریه د امریکا او روسیې د اوربند هوکړه د جرمني په هامبورګ کې د جي ۲۰ هېوادونو د ناستې په څڼده کې رامنځته شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف چې له خپل امریکايي سیال ریکس ټېلرسن سره یې د اوربند په خبرو اترو کې ګډون کړی و، ویلي، دغه هوکړه لیک به له یکشنبې پلی شي.

د اردن دولت هم د اوربند له هوکړې هر کلی کړی او په پلي کېدو کې یې د مرستې ټټر وهلی دی.

تېره اونۍ د اردن، عراق او سوریې د پولو ترمنځ ګډه سیمه د داعش ضد ایتلافي ځواکونو او د بشارالاسد د ملاتړو ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهده وه.

امریکا او ملګري یې په سوریه کې د داعش ضد ایتلافي ځواکونو او روسیه بیا د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکا او ملګري یې په سوریه کې د داعش ضد ایتلافي ځواکونو او روسیه بیا د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، له پخوانیو هوکړه لیکونو سره د دې هوکړه لیک توپير پدې کې دی چې دا ځل یې روسیه پلې کېدا ته ژمنه ده.

هغه هیله وښوده چې د سوریې په نورو برخو کې هم د اوربند ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

سوریه له تېرو شپږو کلونو په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده.

د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون د امریکا او روسیې ترمنځ له شوي هوکړه لیکه محتاطانه ملاتړ کړی او ویلي دي لېواله دی د هوکړې پایلې وویني.

ښاغلي فالون زیاته کړه، په تېرو کلونو کې په سوریه کې د اوربند ډېرې هوکړې شوې دي خو هر کله ماتې شوي: " ډېره به ښه شي چې یوه ورځ په رښتیا اوربند وشي".