امریکا: شمالي کوریا له لویو وچو تېرېدونکی توغندی ازمایلی

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د امریکا پوځي ادارې اوس باوري دي چې شمالي کوریا د سې شنبې په ورځ ازمایلی بالستیک توغندی له لویو وچو تېرېدونکی دی او "الاسکا خاورې ته د رسېدلو توان" لري.

له دې ازموینې وروسته سپینې ماڼۍ د امریکا خپلواکۍ ورځې مهمه رخصتۍ کې هم د امنیتي او ډيپلوماټیکو چارواکو سملاسي غونډه وکړه او هم یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکې هیلې د دې بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

ټاکلې ده دا ناسته د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وشي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د شمالي کوریا دا ازموینه غندلې او "د نړۍ لپاره سخت ګواښ" یې بللی دی.

د هغه په خبره، د پیونګ یانګ د سې شنبې ورځې ازموینې "ګواښ لا ډېر سخت" کړی دی.

د چین او روسیې غوښتنه

چین او روسیې چې له شمالي کوریا سره ګډه پوله لري، دا ازموینه "نه منونکې" بللې او له پیونګ یانګ یې غوښتي چې خپل اټومي او توغندیز پروګرام سملاسي وځنډوي.

د چین ولسمشر شي جنګ پینګ چې له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته تللی، د شمالي کوریا له دې ازموینې وروسته یې په ګډه بیانیه کې پر پیونګ یانګ غږ وکړ چې پخپله اټومي پروګرام وځنډوي.

د رسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل چینايي انډول شي جینګ پینګ سره په مسکو کې په یوه خبره غونډه کې وویل، موږ هوکړه وکړه د خپل ګډ نوښت پربنسټ مخ په وړاندې لاړ شو.

"د روسیې وړاندیز دا دی چې د کوریا ټاپووزمې ستونزه باید ګام په ګام هواره شي او د چین وړاندیز دا دی چې د شمالي کوریا اتومي فعالیتونه او د امریکا او سویلي کوریا پوځي تمرینات باید بند شي".

دوی په کوریا ټوپو وزمه کې د تاوتریخوالي له ښکېلو اړخونو د زغم غوښتنه هم کړې ده.

مسکو او بېجنیګ پر واشنګټن او سیول هم غږ کړی چې د کوریا خلیج اوبو کې له ګډو پوځي هڅو لاس واخلي.

د دې ازموینې غندل

متحده ایالتونو د شمالي کوریا له توغندیزې ازموینې سملاسي وروسته دا تجربه وغندله.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه پیغام په ټوېټولو سره وویل: "شمالي کوریا همدا اوس یو توغندی وتوغاوه. ایا دغه کس په ژوند کې کوم ښه کار نشي کولی".

د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز د بیانیې په خپرولو سره وویل: "که زموږ پوځي خبرداریو ته پام ونه کړي او جنجالي هڅې کوي، نو د کیم جونګ اون رژیم به له منځه لاړ شي".

د جاپان د کابینې منشي هوشیهیندي سوګا له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "د شمالي کوریا دا ډول پرلپسې یرغلیزې هڅې د منلو نه دي، موږ یې غندو او سخت اعتراض کوو".

په ورته مهال د جاپان لومړي وزیر شینیزو ابې وویل، پر پیونګ یانګ د فشار اچولو لپاره له امریکا او سوېلي کوریا سره "نور هم نږدې کېږي".

هغه زیاته کړه، په مسکو کې د روسیې او چین له لسمشرانو سره په لیدنه کې به له دواړو وغواړي چې "نور رغند رول ولوبوي".

د شمالي کوریا تلوېزون

شمالي کوریا د سې شنبې په ورځ له پانګیهون هوايي اډې دا توغندی وتوغاوه او په اوبو کې له غورځېدلو مخکې یې نږدې ۹۳۰ کیلومتره واتن وواهه.

د شمالي کوریا دولتي تلوېزون له دې ازموینې وروسته اعلان وکړ، داسې نوی بالیستیک توغندی یې ازمایلی چې له لویو وچو تیریږي.

د تلویزون ویاندې په ډېر جذباتي انداز وویل: "ستر مشر د بالستیک توغندي د ازمایلو امر وکړ. شمالي کوریا اوس له لویو وچو تېرېدونکی بالستیک توغندی لري چې د نړۍ هر کونج په نښه کولی شي".

امریکايي پوځي کارپوهانو ویلي، دغه توغندی له لویو وچو تېرېدونکی دی، خو زیاتوي، د شمالي کوریا توغندي تراوسه د دقیق هدف په نښه کولو توان نه لري او پیونګ یانګ نه شي کولی دغه توغندي پر اټومي سروکو سمبال کړي.