لندن کې پر اسیایانو تېزاب شیندلو پېښو کې افغانان هم شته
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
لندن کې د تېزاب شیندلو په وروستیو پېښو کې لږترلږه یوه افغان کورنۍ هم اغېزمنه شوې ده. لندن مېشتی افغان حبیب فضلي وايي، پر ده او کورنۍ یې هغه مهال د تېزابو برید وشو چې په موټر کې ناست ول او دوو کسانو له دوی غوښتل د موټر هنداره کښته کړي.
په دې وروستیو کې د نورو جرمونو ترڅنګ پر مسلمانانو د تیزاب شیندلو پېښو لندن مېشتي مسلمانان اندېښمن کړي. تر ټولو وروستیو پېښو کې پاکستاني الاصله او افغانان هم د تیزابي بریدونو قربانیان شوي دي.
د ښاغلي فضلي په وینا "دغه کسان چې سپین پوستي ول، د برید پر مهال په قهر ول او مسلمانانو ته یې د سپکو سپورو په ویلو" پر دوی برید وکړ.
ښاغلی فضلي زیاتوي، دا چې دوی د موټر هنداره بشپړه نه وه خلاصه کړې نو تېزاب د ده د کورنۍ دوه غړي لږ زیانمن کړل چې "ژر يې تېزاب په اوبو پرېولل".

د لندن ښاروال صادق خان له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، په لندن کې " له کرکې ډکو جرمونو" شمېر ډېر شوی چې پر مسلمانانو بریدونه هم په کې راځي.
وروسته له دې چې د تیزاب بریدونو په اړه رپوټونه او جزییات خپاره شول، پر ټولنیزو شبکو دې بحثونو زور واخیست چې د بریدونو هدف مسلمانان دي.
تر ټولو بحث پاروونکې برید نژدې لس ورځې وړاندې پر دوو مسلمانو، جمیل مختار او ریشم خان د لندن په ختیځ کې وشو چې په خپل موټر کې سرې ترافیکي اشارې ته ولاړ ول او تیزاب پرې وشیندل شول.
د لندن پولیس وایي چې برید کوونکی جان ټاملن نومېږي او ۲۴ کلن دی. دی سپین پوستی انګلیس دی، پر مخ یې خالونه وهلي چې انګلیسي کې یې "ټټو"بولي.

د عکس سرچینه، Metropolitan Police
ښاغلی مختار چې د داسې پېښو پر بابیزه ګڼلو یې مایوسي ښودلې دا " له اسلام وېرې" برید بولي او د برتانیا څلورم چینل ته یې ویلي چې "که دا برید کوم اسیايي پر سپین پوستي کړی وای، نو ډېر خبرونه به پرې جوړ شوي ول".
د لندن ښاروال وايي، ځینې خلک چې له اسلام وېرې جرمونو قربانيان دي "د دې لپاره چې پولیس ډېر امکانات نه لري او څېړنه ترسره کولی نه شي، شکایت نه کوي".
ډېرو شویو جرمونو سره د مبارزې لپاره صادق خان د برتانیا له حکومته د مرستو غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، Resham Khan
برتانیا کې وروستیو ترهګریزو پېښو یو شمېر ستونزې راټوکولي او د ښاغلي مختار په وینا، کېدای شي پر ده برید کوونکي هم د مسلمانانو پر ضد کړنه د همدغو پېښو لپاره کړې وي.
صادق خان وايي، دوی له ډېرو "امکاناتو ته اړتیا لري" چې لندن کې د وروستیو بریدونو په څېر کړنو "مخنیوی پرې وکړی شي".
دی وايي:"پولیس په ډېر اخلاص کار کوي خو که له دوی سره امکانات نه وي"د ستونزو اواری ګران دی."

د عکس سرچینه، Resham Khan
د لندن ښاروال چې پخپله هم پاکستاني الاصله مسلمان دی وايي، موږ باید خپلو "اولادونو ته سم اسلام ور زده کړو" او دا ورته ووایو چې هېڅوک له تاسې کرکه نه لري او مسلمان او نامسلمان له یو بل سره ژوند کولی شي.
د تېزاب شیندلو پېښې په نړۍ کې ډېری مهال د نرانو له خوا پر نجونو وي چې مذهبي لاملونه او یا غچ اخستل یې تر شا وي. خو دلته لندن کې اوسني بریدونه چې ډېری ترسره کوونکي او قربانیان یې نران دي، له کرکې ډک جرم بلل شوی.
دمګړۍ څه باندې ۲۵۰ زره کسانو غوښتنلیک لاسلیک کړی چې د تېزابي موادو پر خرڅلاو دې تر دې ډېر محدودیتونه ولګېږي.

د عکس سرچینه، Resham Khan









