تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دفتر ښايي وتړل شي"
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان لپاره به د دې هېواد د ځانګړي استازي دفتر تړي، او دا پوست به نور له منځه ځي.
ویل کېږي چې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو ځانګړې استازې لارل مېرل پرون له خپلې دندې لاس په سر شوه.
نوموړی دفتر د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې پرانیستل شوی و، او موخه یې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د عمومي ستراتېژۍ سمبالښت او په دې برخه کې مشوره وه.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واک له پيل راهیسې د پخواني ولسمشر بارک اوباما ځینې پرېکړې او فرمانونه یا لغوه کړي، او یا یې د لغوه نیت لري.
داسې ښکاري چې د دې لړۍ وروستی قرباني به د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پر پوست وي.
امریکایي رسنۍ د بهرنیو چارو وزارت له خولې وایي چې نور به دا دفتر تړل کېږي، او چارې به یې په همدې وزارت کې د ننه هغه ریاست پر مخ بیایي چې د مرکزي او سویلي اسیا لپاره ځانګړی شوی.
د یاد پوست د له منځه وړلو خبر په داسې وخت کې راځي چې د ولسمشر ټرمپ اداره په افغانستان کې روانې جګړې، او په دې برخه کې د امریکا عمومي تګلارې ته له سره کتنه کوي.
یاد دفتر په ۲۰۰۹ کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پرانیستل شو، او پخوانی تجربه کار دیپلومات رېچرډ هالبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ونومول شو.
خو په داسې وخت کې چې امریکا په افغانستان کې خپل رول او تګلارې ته له سره کتنه کوي، د دې دفتر تړل د ځینو لپاره د حیرانۍ خبره ده.
همدا تېره اوونۍ ښاغلي ټرمپ د دفاع وزیر جنرال جېمز مټیس ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د زیاتولو په اړه پرېکړه وکړي.
شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان د جګړې په برخه کې، د دېپلوماسۍ پر ځای په پوځي حل لاره دېر باوري دي.