تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حسن روحاني ژوندلیک
حسن روحاني د ایران د پخواني مذهبي مشر ایت الله خمیني یو تر ټولو نژدې روحاني سړی دی، چې په ۱۳۴۰ کال یې له هغه سره قم کې ډېر نژدې وخت تېر کړی او د هغه سیاسي او امنیتي چارې یې له نژدې څارلې.
د ایران له پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني سره د روحانی اړيکي، چې د ملګرتیا پېر یې د ایران د شاه د وخت تر مبارزې پورې تړاو لري، د دواړو ترمنځ اړیکي لانور ټينګ کړل، چې بیا وروسته د ایران- عراق جګړې پرمهال امنیتي مسؤولیت او قومنداني روحاني ته وسپارل شول.
نوموړي د جګړو په اوږدو کې د مرستیال جنګي مشر او د هېواد د ټول هوايي ځواک قومندان په توګه کار کړی.
په ۱۳۶۵ کال، د پردې تر شا د حسن روحاني نوم یادېده، چې د اکبر هاشمي رفسنجاني له خوا له امریکا سر ه پټو خبرو کې یې ګډون کړی و.
دغه خبرې په ایران کې د "د مک فارلین" په نامه یادېدې.
بیا وروسته هاشمي رفسنجاني او نورو رسمي چارواکو وویل، چې دغه خبرې د ایت الله خمیني په خوښه شوې دي.
له دغو نیکو سره سره، ښاغلی روحاني د محمد خاتمي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې هغه ځواک و، د محمد خاتمي او اکبر هاشمي رفسنجاني ترمنځ په سیاسي خبرو کې دخیل و.
په امنیتي چارو کې د روحاني پرله پسې حضور لکه د ملي امنیت شورا د منشي په توګه د هغه امنیتي تجربه لا ډېره شوه، همدا وو چې په ۱۳۸۳ کال کې د هغه وخت د ولسمشر محمد خاتمي او د ایران د مذهبي مشر ترمنځ له لوېديځ سره د ایران د اتومي لانجمې موضوع پر سر اختلافونه رامنځ ته شول.
همدا وو چې روحاني د دواړو لوریو ترمنځ د درېیمګړي رول ولوباوه، او د ایران د اتومي پروګرام پر سر له درېیو اروپايي هېوادونو (برتانیا، فرانسې او جرمني) سره یې د خبرو مشري پرغاړه واخیسته.
پر همدې مهال، واک ته د احمدي نژاد په رسېدو سره، په خبرو کې د حسن روحاني سیاست د ایت الله خامنه اي له خوا نیوکه پرې وشوه.
حسن روحاني په ۱۳۸۵ کال د ملي امنیت د عالي شورا منشي له څوکۍ لیرې شو او علي لاریجاني یې ځای ناستی شو.
خو حسن روحاني په دې شورا کې د جګپوړي غړي په توګه هم دنده ترسره کړې ده، چې لاهم په شورا کې د ستر مذهبي مشر استازیتوب کوي.
هغه په ۱۳۹۰ کال کې له لوېديځ سره د ایران د اتومي لانجې پر سر خبرو په اړه خپاره شوي کتاب کې د خپل وخت د سیاست دفاع کړې ده.
ښاغلی روحاني تر یوه کال مخکې مودې پورې د احمدي نژاد پر کورني او بهرني سیاستونو له څرګندونو نیوکو پښه نیولی و.
له دې کبله، کله چې د ولسمشرۍ ټاکنو اوازه یو کال مخکې ولګېده، روحاني هم د احمدي نژاد پر سیاستونو ورو-ورو نیوکې پیل کړې، ځکه چې ټاکنیز کمپاین کې یې باید دا کار کړی وای.
حسن روحاني تر اوسه پورې د ۱۳۸۸ کال د هغو لانجمنو ټاکنو او پایلو او لاریونونو په اړه خپل څرګند نظر نه دی ښودلی، چې په لړ کې یې زرګونه کسان ونیول شول، د ټاکنو د پایلو نه منونکي او د زرغون جنبش مشران میر حسین موسوي او مهدي کروبي په کورونو کې نظر بند شول.
خو ځینې اصول پالونکي حسن روحاني د پردې تر شا د ۱۳۸۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له نه منونکو سره په یو شان نظر درلودلو تورنوي.