د ایران ولسمشر حسن روحاني دویم ځل ولسمشر شو

د ایران حکومتي د کورنیو چارو وزارت وايي، اوسنی ولسمشر حسن روحاني له ټول ټال شاوخوا څلوېښت میلیون رایو درویشت میلیونه ګټلې او د دویم ځل لپاره ولسمشر شو. د ایران نګهبان شورا بایددغه رایې تاییدکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل، له ټول ټال رایو حسن روحاني ۵۷ سلنه رایې اخیستې دي.

ښاغلی روحاني اوس په رای اچونه کې د درغلیو له اټکل شویو ادعاوو سره مخامخ دی.

بل لور ته د ایران د نوي ولسمشر په توګه د حسن روحاني له اعلان وروسته د افغانستان دولت وايي، هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي تمه لري چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کابل او ایران تر منځ هغه سند چې دوی يې جامع بولي لاسليک شي تر څو يې له مخې اړيکې لا وغوړېږي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون مننه کړې ده.

د ښاغلي روحاني ټاکنیز سیال ابراهیم رییسي بیا پر د ښاغلي روحاني پر ادارې د ناوړه اقتصادي سمون او د بهرني نفوذ ډېرولو تور لګوي.

اټکل دی چې له ښاغلي رییسي سره د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ایت الله علي خامنه یی ملاتړ هم دی.

په ایران کې د ټاکنیز قانون له مخې که د ولسمشرۍ هېڅ کوم نوماند تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې ونه شي ګټلی، په یوه اونۍ کې به دویم پړاو ټاکنې کېږي.

روحاني په ۲۰۱۳ کال له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د نوي باب پرانیستلو وتوانېد، خو د نوموړي د واکمنۍ پرمهال تر ۲۰۱۷ کال پورې ایران کې چندان اقتصادي وضعيت ښه نه شو.

دوه کاله وړاندې روحاني له سترو نړیوالو قوتونو سره د ایران د اتومي فعالیتونو د کمولو پرسر چنې ووهلې چې په لړ کې یې پر ایران اقتصادي بندیزونه راکم کړي.

د ایران ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکنې، چې په لړ کې یې محمود احمدي نژاد د دویم ځل لپاره ولسمشر شو، له ډېرو لانجو سره مخامخ شوې.

د ټاکنو پر پایلو پراخ لاریونونه وشول، چې د میلیونونو ایرانیانو په وینا، د دوی رایې غلا شوې او د بیا ټاکنو غوښتنه یې کوله.

په ایران کې د هغو کسانو شمېر څه باندې ۵۶ میلیون ښودل شوی، چې د رای اچولو حق لري. په دغو کسانو کې یو میلیون او ۳۵۰ زره او ۲۹۴ کسانو د لومړي ځل لپاره ټاکنو کې ګډون کړی.

په دې ټاکنو کې د رای اچولو لپاره ۶۳ زره او پنځه سوه مرکزونه پرانیستل شوي وو.