تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې ولسمشریزې او د شوراګانو ټاکنې
ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو دولسمه دوره او د ښارونو او کلیو د اسلامي شورا د ټاکنو پنځمه دوره لا روانه ده.
د رای ورکونې موده د جمعې د ورځې د ماښام تر شپږو بجو ټاکل شوې ده، خو ډېری مهال دغه موده غځېږي.
د ایران مشرانو د رای ورکونې په لومړنیو ساعتونو کې خپله رایه ورکړه.
د ټاکنو دغه دوره د څلورو نوماندانو په ګډون ترسره کېږي: مصطفی آقا میرسلیم، حسن روحانی، ابراهیم رئیس الساداتی او مصطفی هاشمی طبا.
د شورای نهګبان ویاند وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېرنه لومړیتوب لري.
ابراهیم رئیسی او حسن روحانی په دغو ټاکنو کې اصلي رقیبان دي.
مصطفی میرسلیم، د موتلفه ګوند له خوا نوماند شو.
د حسن روحاني لومړی مرستیال اسحاق جهانگیری د ده په ګټه له ټاکنو ووت.
مصطفی هاشمی طبا هغه نوماند دی چې انصراف یې نه دی کړی خو ویلي یې دي چې حسن روحانی ته رایه ورکوي.