د ختیځې اروپا له نجونو سره د پاکستانیانو جعلي ودونه

د بي بي سي موندنې ښيي، هغه نجونې چې د ختیځې اروپا له هېوادونو قاچاقېږي، پر جنسي ځورونې سربېره د زور ودونو ته هم اړوېستل کېږي.

د بي‌بي‌سي (انسان د خرڅلاو لپاره) پروګرام کې په ډاګه کېږي چې د سلواکیا ځینې اوسېدونکې تر درېیو ځلو انساني قاچاقبرانو ګلاسګو ته وړې دي.

قاچاقبران د ختیځې اروپا نجونو ته غر غوښه او سیند شوروا کړي او تر برتانیا یې ورسوي. هلته یې بیا له هغو کسانو سره واده کولو ته اړباسي چې د برتانیا تابعیت د تر لاسه کولو لټه کوي.

د برتیانیا د تابعیت د لټه کوونکو کسانو ډېری یې د پاکستان وګړي دي.

په یوروپول کې د انساني قاچاق د مخنیوي چارواکې انجیلا مولنر وايي، اغېزمنې نجونې ډېری د رومانیا او سلواکیا په څېر هېوادونو وګړې دي چې له سخت ژوند او غربته کړېږي.

قاچاقبران هغوی ته د ژوند د ښه والي ژمنې ور کوي او سکاټلینډ ته یې بیايي.

د هغې په خبره، په سکاټلینډ کې ورته کسانو ته د کار روزګار موکه نه شته، نو اړې دي له کوم پاکستاني سره جعلي واده وکړي: ((د ختیځې اروپا له نجونو سره واده کوونکي ډېری د برتانیا د تابعیت ترلاسه کولو لپاره دغه کار ته غاړه ږدي.))

اغلې مولنر زیاتوي، د ختیځې اروپا نجونې تر جبري ودونو وروسته هم د جرمي ډلو په ولکه کې وي یا د خپلو فرضي مېړونو کورپاکی کوي چې ډېر کله خو له جنسي ځورونو سره هم مخامخې شي.

د انسانانو قاچاق په نړۍ کې د نشه یي توکو له هغه را وروسته د ناقانونه ګټې وټې دویم ستر کاروبار دی.

د نادولتي (مایګرنټ هیلپ) نومې ادارې مشر جیم لیارډ بي بي سي ته ویلي، د ګلاسګو د منظمو جنسي جرمي ډلو او سکاټلنډ ته د نجونو د قاچاقوونکو تر منځ د نېغو اړیکو شواهد نه شته.

بي بي سي خپله څېړونکې سام پولینګ په پټه پر دې مسلې پلټنو لپاره ختیځې اروپا ته واستوله، تر څو هغه نجونې وګوري چې د ګلاسګو د جنسي جرمي ډلو له خوا پلورل شوې دي.

په سلواکیا کې یې د داسې یوې نجلۍ د لیدلو لټه پیل کړه چې د جنسي جرمونو ډلې له منګولو تازه خلاصه شوې او سلواکیا ته راوړل شوې وه.

کله چې له هغې سره د خبرو لپاره د هغې کور ته ورغله، نو موروپلار یې ورته وویل، ګومان کوي د دوی یې لور یې بیا ګلاسګو ته بیولې ده.

بي بي سي بیا له بل ځایه هم وموندله چې هغه نجلۍ ګلاسکو ته وړل شوې وه.

په ختیځه سلواکیا کې بي بي سي داسې یو کور وموند چې د سلواکیا له هر ګوټه پکې هغه راوړل شوې نجونې اوسېدې چې ګلاسګو ته یې د جعلي ودونو لپاره استولې.

له کوره اغزن تارونه تاو و، د کور لویې دروازې ته کوچني غوندې کولپ پروت و او د کړکیو او دروازو څارلو لپاره پکې کامرې لګېدلې وې ‎.

یوه ټولنیز فعال (یوس اوګو) چې په ګلاسګو او سلواکیا کې یې د ورته نجونو د خلاصون په چارو کې برخه‌وال پاتې شوی، بي‌بي‌سي ته وویل، که له کومې نجلۍ سره د سفر اسناد نه وي، نو ۲۴ ساعتونو کې یې ورته چمتو کوي.

د هغه په خبره، په څو ورځو کې په دغه کور کې د ساتل کېدونکو نجونو څېره ور بدلوي، دا چې هغوی له رومانیايي ټبره دي، نو ډېرې یې ښکلې کوي.