"د داعش وژل شوي مشر د غني واکمني ننګوله"

د عکس سرچینه، Getty Images
نيويارک ټايمز:
دغې امريکايۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلېد مشر وژل کېدل مهم بللي او وايي د داعش خراسان څانکې مشر عبدالحسيب يوشمېر داسې بريدونه سمبال کړي چې مخامخ يې د ولسمشر غني واکمني ننگولې.
ورځپاڼې د سردار محمد داود پر روغتون شوى بريد، بېلګه ياده کړې.
ورځپاڼې د امريکا يي چارواکو په وينا ليکلي، د داعش دغه مشر له خپلو نورو ٣٥ وسلوالو سره د اپرېل په ٢٧ نېټې وژل شوى دى.
په تېرو نهو مياشتو کې دا په افغانستان کې د داعش دويم مشر دى چې وژل کېږي. لومړنى هغه يې حافظ سعيد خان و.
ورځپاڼې د امريکايي چارواکو په وينا ليکلي، د سختو ځمکنيو او هوايي عملياتو له امله په افغانستان کې د داعش د جنگياليو شمېر له ٣٠٠٠ نه ٧٠٠ ته ټيټ شوى.
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
واشنګټن پوسټ په چمن کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شوې نښتې ته کتنه کړې او وايي د پېښې په تړاو د دواړو غاړو له متضادو څرگندونو جوتېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي څومره څپڅپاند دي.
ورځپاڼې د پاکستان د سرحدي قول اردو د يوۀ قومندان تورن جنرال نديم احمد انجم څرگندونې راخيستې چې وايي په جگړه کې د دوى دوه پوځيان وژل شوي او د افغان ځواکونو د مړينې شمېر ٥٠ ته رسېږي.
افغان غاړې د پاکستان دا وينا بې بنسټه ادعا بللې او د دوو سرتېرو وژل کېدل مني.
ورځپاڼه وايي ډيورنډ کرښه ناندريزه ده او دغه راز مخامختياوې شونې کوي.
د ورځپاڼې په وينا دا شخړه په داسې مهال کې رامنځته شوې چې دواړه هېوادونه د دغې سيمې په تړاو د ولسمشر ټرمپ د نوې تگلارې اعلانېدو ته سترگې په لار دي.
ورځپاڼه زياتوي اوس مهال کې داسې برېښي چې ولسمشر ټرمپ ښايي افغانستان ته نور سرتېري ور ولېږي، خو له پاکستان سره به يې چلند په دې تړلى وي چې پاکستانى حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو اورپکو کابو کولو لپاره څومره گامونه پورته کوي.

د عکس سرچینه، EPA








