تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کولمبیایۍ ښځې خیټه کې زرګونه ډالر موندل شوي
په کولمبیا کې یوې مېرمنې ۷۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۹ زره ډالر) په دې مخه خوړلي، چې مېړه ته یې ونه رسېږي.
سندرا میلنا المیدا د کولمبیا شمال ختیځ پیده کویستا اوسېدونکې ده.
وروسته له هغه چې پوه شوه مېړه یې تېرباسي، د هغه سپما شوي ۷۰۰۰ پوند یې تر ستوني تېر کړل.
د یادې مېرمنې له خیټې وروسته له هغه دغه پیسې راویستل شوې، چې د خیټې درد له کبله یې روغتون ته یوړه.
ډاکټران وايي، د سندرا روغتیايي حالت ښه دی او خوړل شوي ډالر هم بچ شوي او کم یې د معدې معایاتو له کبله ضایع شوي.
دې ښځې دا کار وروسته تر هغه کړی، چې پوه شوه مېړه یې خیانت ورسره کړی او له یوې بلې ښځې سره یې د مینې تار غځولی.
ډاکټران وايي، د ښځې له خېټې یې ۵۷ ډالري نوټونه رایستلي.