بریتانیايی ناروغ روغتون کې تر ۵۴ کلونو بستر وروسته ومړ

یو پخوانی بریتانیایی پوځي جیمز موریس، چې ناروغي یې بریتانیا کې تر ټولو ډېره اوږده ګڼل شوې، روغتون کې تر ۵۴ کلونو تېرولو وروسته مړ شوی دی.

جیمز موریس په ۱۹۶۲ کال د هغه د پښې ماتېدو له کبله روغتون ته ولېږدول شو، خو بیا تر مرګه کور ته ستون نه شو او بالاخره په جراحي عملیاتخونه کې یې قلبي حملې پرې راغله.

تر حملې وروسته نوموړی په بې هوښۍ کې شو او بیا ویسټر روغتون ته ولېږدول شو.

دغه پخوانی جنګیالی چې یوازې درې توري یې وویل، د ۷۵ کونو په عمر په تېره اپرېل میاشت کې ومړ.

د هغه ۶۲ کلن ورور کارل موریس وايي، په ویسټر کې یوه کارکوونکي ویلي، بریتانیا کې هېڅ ناروغ په روغتون کې دومره ډېر وخت نه دی تېر کړی.

جیمز موریس جرمني کې پوځي خدمت کړی، خو هلته د موټر ټکر کې یې پزه او یوه پښه ماته شوه، خو د سر عملیاتو پرمهال رواني ستونزه ورته پیدا شوه.