تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټپونو ارزوونکې ټیکنالوجیکه پټۍ
ساینسپوهان وايي، تر راتلونکي کاله به د درملنې د هغې پټۍ ازمایښتونه بشپړ کړي چې نه یوازې زیانمن ته د زخم وضعیت ور معلوموي، بلکې په خپلچاري (اتومات) ډول یې ډاکټر ته هم معلومات استوي.
د درملنې دغه پټۍ به په (۵ جي) ټیکنالوجۍ چلېږي چې د ټپونو پر ارزونه سربېره، د ناروغ د ساتېرۍ لپاره بوختوونکي کاریالونه هم لري.
د روغتون پروفیسر مارک کلیمټ وايي، د (۵ جي) پر مټ داسې روغتيايي ټیکنالوجي رامنځته کېدای شي په روغتيايي برخو کې به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د هغه په خبره، په نوې ټیکنالوجیکه پټۍ کې چې له موبایل سره نښلي، دا کمال هم شته چې د ناروغ ځایځایګی او د هغه د بدن د فعالیت کچه معلومه کړي.
ښاغلي کلیمټ زیاته کړې، ټینکنالوجیکه پټۍ د ټپ لرونکي ټول معلومات ټولوي او بیا یې ارزوي چې د ټپ په تشخیص کې له ډاکټر سره ډېره مرسته کوي: "په دودیز ډول، د یوه زخم سم تشخیص او درملنې له یوې تر درېیو میاشتو وخت نیوه."