تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ستوني بندېدو درملنې نوښتګر هینري هیملیچ ومړ
امریکایی نوښتګر روغتیا پال هینري هیملیچ د ۹۶ کلونو په عمر ومړ. ډاکټر هیملیچ د ستوني بندیدو ښکار کسانو درملنې لپاره ۱۹۷۴ کال کې یو ډول طبي تمرین ایجاد کړ.
د دغه ژغورونکي تخنیک له مخې د ناروغ پر نس فشار راوستل کېږي، چې تنفسي لاره یې پرانیستل شي.
نوموړی د شنبې په ورځ د متحدو ایالتونو په سینسیناټي ښار کې د زړه له حملې وروسته د رامنځته شویو روغتیايي ستونزو له کبله ومړ.
ډاکټر هیملیچ د مې میاشت کې پخپله پر یوې ناروغې مېرمنې د دغه روغتیايي تمرین ازموینه وکړه.
نوموړي د همدې تخنیک په مرسته د ۸۷ کلنې مېرمن له ستوني د غوښې یوه ایساره ټوټه چې هډوکی هم پکې و راوایسته. ډاکټر هیملیچ هغه مهال بي بي سي ته وویل:
'' تر پرونه پورې مې مې باور نه کاوه، چې زه به داسې وکولای شم. ''
د یاد تخنیک اختراع پر مهال نوموړی د سینسیناټي یوه روغتون کې د جراحۍ برخې مشر و. رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې د هغه کورنۍ ویلي:
'' د نړۍ په لر او بر کې هغه د ډېرو لپاره یو اتل و. ''
اعلامیه کې ویل شوي:
'' له هغې ورځې، چې زموږ پلار په نیویارک کې د طب برخه کې دنده پیل کړه او بیا تر هغې، چې په سینسیناټي کې یې د سینې قفس د جراح په توګه دنده درلوده، هغه تل ژمن و، چې د خلکو ژوند ژغورلو لپاره نوې، اسانه طرحې رامنځته کړي او په څرګند ډول یې د خلکو د ژوند معیار لوړ کړ. ''
د ستوني بندیدو درملنه د ډاکټر هیلمیچ یوازینی نوښت نه و، بلکې نوموړي ۱۹۶۲ کال کې د سینې قفس پاکولو لپاره پیچکاري ته ورته یو کوچنی نل هم ایجاد کړ، چې د ویتنام جګړې پر مهال د ګڼو سرتېرو درملنه کې ګټور ثابت شو او اوس هم د سینې جراحي کونکو ناروغانو په درملنه کې کاروول کېږي.
ویل کېږي، د دغه تمرین له ایجاده راهیسې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په ګډون نژدې ۱۰۰ زره کسانو په متحدو ایالتونو کې د درملنې له دغه تمرینه ګټه اخیستې.