ترکيه کې چارواکو ویکیپیډیا ویبپاڼه بلاک کړې

ترکيې کې چارواکو پر ویکيپیډیا پوهنغونډ ویبپاڼې بشپړ بندیز لګولی دی. ویکیپيډیا له هغو پاڼو یوه ده، چې نړۍ کې خورا ډېر لوستونکي لري.

تر اوسه دا نه دي ویل شوي، چې پر دغه پاڼه ولې بندیز لګول شوی دی. ترکیې کې بلاکس ډلې ویلي، د چارواکو په امر له ځايي مهال سره سم د ګهیځ له اتو بجو راهیسې دغه پاڼې ته لاسرسی نه کېږي.

د استانبول اوسېدونکي له ځانګړې انټرنیټې شبکې پرته د ویکیپیډیا اړوند هېڅ پاڼې ته لاسرسی نه لري. ترکیې کې د معلوماتي تکنالوژۍ چارواکو له قوله ویل شوي:

''له تخینکي ارزونې وروسته او قانوني ملاحظاتو ته په پام سره د دغې ویبپاڼې په تړاو یو اداري اقدام شوی دی. ''

د دغې چارې کوم لامل نه دی په ګوته شوی. د حریت ورځپاڼې او یو شمېر نورو ترکي رسنیو په وینا دغه ګام په لنډ مهالي ډول اخیستل شوی او راتلونکو ورځو کې به یې د محکمې له لوري بشپړ ملاتړ ته اړتیا وي.

پر خواله رسنیو په دې اړه تاوده بحثونه شوي دي او یو شمېر کاروونکو وېره څرګنده کړې، چې ګواکې دا له ولسمشر رجب طیب اردګان سره د مخالفتونو بندولو یوه هڅه ده. رجب طیب اردګان د اپریل پر ۱۶ په سختۍ سره یوه ناندریزه ټولپوښتنه کې بریالی شو.

تېر کې په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پېښو او یا پراخو احتجاجونو پر مهال ترکي چارواکو پر فېسبوک او ټویټر پاڼو موقت بندیزونه لګولي وو، خو ترکي چارواکو له دې مخکې پر انټرنېټ سانسور رد کړی دی او د ځنډ لامل یې له اندازې زیاتې غوښتنې سره تړلې ده.