ډونلډ ټرمپ: له شمالي کوریا سره لویه کشاله پېښېدلی شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ور کړ، چې د شمالي کوریا د توغندیز او اټومي پروګرام له امله له دغه هېواد سره ستر کړکېچ پېښېدلی شي.

له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې هغه زیاته کړه، چې د دې کشالې ډيپلوماټیک حل غواړي، خو بریالیتوب پکې ډېر ستونزمن دی.

ډونلډ ټرمپ په دې برخه کې د چین ولسمشر وستایه او زیاته یې کړه، چې شي جن پینګ پر شمالي کوریا د خورا ډېر فشار اچولو هڅه کوي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل، چې که ډيپلوماټیکې هڅې کار ور نه کړي، نو له شمالي کوریا لویه ستونزه هم جوړېدلی شي او په دومره کم عمر به کیم جونګ اون ته بیا د دغه هېواد اداره کول ډېر ستونزمن وي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د جمعې په ورځ د شمالي کوریا پر کړکېچ خبرې کوي.

ډونلډ ټرمپ د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې له بري سملاسي وروسته چین تورن کړ، چې د شمالی کوریا د پېزوانولو(مهارولو) لپاره ډېر څه نه کوي او په دغسې حالت کې به امریکا په یواځې سر د پیونګ یانګ پرضد ګام پورته کړي.

خو له رویټرز سره په خبرو کې ښاغلي ټرمپ د چین د ولسمشر په یادولو سره وویل، " هغه هیڅکله هم ګډوډي او مرګ لیدل نه غواړي".

" هغه ډېر ښه سړی دی، زه یې ډېر ښه پېژنم. له چین او چینايي ولس سره مینه لري. ماته معلومه ده چې هغه غواړي یو څه وکړي، ښايي هغه هیڅ هم ونشي کړی".

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په تړاو وویل، "هغه اوس د ۲۷ کلونو دی، خو د پلار له وفات راهیسې واک اداره کوي، نو تاسو دا ووایئ، چې څه غواړي، خو دا دومره اسان کار نه دی، په تېره په دومره عمر".

نوموړي هیله وښوده، چې ښاغلی اون به مناسبه لار غوره کړي، "خو دا اندېښنه هم شته چې له شمالي کوریا سره لوی کړکېچ هم پېښېدلی شي".

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چین د واشنګټن چارواکو ته ویلي، چې که شمالي کوریا نورې ازموینې وکړي له بندیزونو سره به مخ شي.

خو نوموړي دا ونه ویل چې د شمالي کوریا پرضد به چین کوم ډول بندیزونه ولګوي یا به بل کوم عمل وشي.

د روسیې د ولسمشر غوښتنه

له بلې خوا د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له شمالي کوریا سره د خبرو اترو د بیا پیلولو غوښتنه وکړه.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره په خبرو کې د دې کړکېچ پر ښکېلو ډلو دا غږ هم وکړ، چې "له دوښمني ډکې ژبې ډډه وکړي".

ښاغلي پوتین وویل، دی او د جاپان مشر د ښکېلو اړخونو ترمنځ "رغنده او سوله ییزې خبرې غواړي".

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ په وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې څو توغندي وازمویل او د شپږمې اټومي تجربې د کولو ګواښ یې هم کړی دی.

په دا مهال امریکا په سیمه کې یوه جنګي بېړۍ او اوبتل ځای پر ځای کړی، په سوېلي کوریا کې یې توغندي ضد ډال یا تاډ لګولی، چې له امله یې شمالي کوریا سخته غوسه شوې ده.

دواړه هېوادونه یو بل ګواښي، او د هرڅه د شمالي کوریا د پرلپسې ازموینو پر مهال دي، که څه هم نړیواله ټولنه له پیونګ یانګ غواړي چې دا ډول هڅې پرېږدي، خو لا هم د شمالي کوریا چارواکي د ورته تجربو ګواښ کوي.

امریکا روانه اونۍ وویل، چې په څو ورځو کې به په جنوبي کوریا کې دفاعي ډال په کار واچوي او پر شمالي کوریا به بندیزونه سخت کړي.

په ځواب کې شمالي کوریا وویل، چې د امریکا د " تېري" پرضد به " خورا ځواکمن ځوابوونکی برید" وکړي.