تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مالیزیا د شمالي کوریا سفیر ته د وتلو امر کړی
مالیزیا ویلي د شمالي کوریا د مشر ناسکه ورور د وژنې قضیې کې یې له خپله هېواده د شمالي کوریا سفیر ته د وتلو امر کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي سفیر کانګ چول باید په ۴۸ ساعتونو کې دغه هېواد پرېږدي.
دغه پرېکړه له هغه وروسته شوې، چې سفیر چول وویل، هېواد یې د پېښې په تړاو د مالیزیا پر څېړنو باور نه شي کولای.
د شمالي کوریا د مشر ورور کیم جونګ نام درې اونۍ مخکې هغه مهال ومړ، چې کوالالمپور هوايي ډګر کې یې دوو ښځو پر مخ وژونکي کیمیايي ماده وروموښله.
که څه هم مالیزیا رسماً د دغې پېښې پړه پر شمالي کوریا نه ده اچوولې، خو داسې پراخې ګونګوسې شته، چې په کې پیونګ یانګ د دغې پېښې مسوول بلل کېږي.
ښاغلی کانګ چې پر کوربه هېواد یې سختې نیوکې کړې ویلي، د دغې وژنې په تړاو روانې څېړنې ( سیاسي ) شوې دي او لاسوهنه په کې شوې.
د مالیزیا بهرنیو چارو وزیر انیفه امان د شمالي کوریا سفیر ' د نه منلو وړ شخصیت ' بللی او وايي هېواد یې له هغه غوښتي، چې د خپلو څرګندونو په تړاو بښنه وغواړي، خو په وینا یې کوم غبرګون یې و نه لید. نوموړي ویلي:
'' مالیزیا به هر سپکاوي ته کلک غبرګون وښيي او د دغه هېواد نوم بدۍ هره هڅه به په کلکه شنډه کړي. ''
مالیزیايي چارواکي د شمالي کوریا د یوه دیپلومات په ګډون دغه پېښه کې د شمالي کوریا له یو شمېر وګړو پوښتنې ګروېږنې کوي.
بل لور ته یوه ویتنامۍ او یوه اندونیزیايۍ ښځه د کیم جونګ نام د وژنې لړ کې رسماً تورنې شوې دي.
دواړو مېرمنو ویلي، دوی فکر کاوه د ټوکو ټکالو په یوه ټلویزیوني خپرونه کې ګډون کوي، خو دوی تر اوسه د ځان سپیناوي لپاره کوم رسمي غوښتنلیک نه دی وړاندې کړی.