تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شمالي کوریا د مشر د ورور د وژنې ترشا
په مالیزیا کې پولیسو د شمالي کوریا د مشر کېم جانګ اوون د ناسکه ورور د وژلو په تور یوه ۲۸ کلنه ښځه نیولې ده.
ګومان کېږي کېم جانګ نم هغه مهال په زهرو وژل شوی وي چې دی خپلې الوتنې ته په تمه په کوالا لمپور هوايي ډګر کې ناست و.
چارواکي وايي له دغې ښځې سره یو ویتنامی پاسپورټ و.