تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش کې د جوماتونو جوړولو ته د سعودي یو میلیار ډالر مرسته
بنګله دېش د سعودي عربستان د هغو پروژو په اړه موافقه کړې، چې په دې هېواد کې به د سلګونو جوماتونو جوړولو لپاره بنګله دېش ته یو میلیارد ډالر ورکوي.
ویل کېږي دې نوې پروژې په هېواد کې د نامسلمانو لږکیو اندېښنې ډېرې کړې چې وايي ښايي په هېواد کې سخت دریځه افکار ډېر شي.
حکومت په بنګله دېش کې د ۵۶۰ جوماتونو جوړولو هوډ لري، په دې معنا چې د هېواد په هر ښار کې به یو جومات جوړېږي.
د بنګله دېش سیکولر اداره هڅه کوي له ټاکنو وړاندې په هېواد کې د اسلامپالو ډلو ملاتړ ترلاسه کړي.
د بنګله دېش د پلان وزیر مصطفی کمال ویلي، لومړۍ وزیرې شیخ حسینې تېر کال د سعودي عربستان ریاض ته د سفر پرمهال د سعودي ددې پروژې د تمویل په اړه له سعودي چارواکو سره خبرې کړې.
په دې پروژه کې د سعودي عربستان ونډه ۱٫۰۷ میلیارد ډالر پانګونه ده.
د حکومتي اسلامي مؤسسې مشر شمیم افضل ویلي: "دا د ریښتیني اسلام د معرفي کولو او خپراوي لپاره ښه فکر دی".
د فرانسې خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د فډرالو صوفیانو مشر رسول الحق شاندپوري ویلي "د نویو جوماتونو لپاره کوم څرګند دلیل نه شته، ښايي د وهابیت خپرولو په پار دا کار وشي".