تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کورمه ایجنسۍ کې چاودنه؛ ۱۰ مړه او ۱۳ ټپیان دي
د ډیورنډ کرښې ختیځ ته د پاکستان په کورمه ایجنسۍ کې پر یوه موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې ۱۰ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان دي.
ځايي سرچینې د چاودنې د څرنګوالي په اړه یوه خوله نه دي؛ یو شمېر یې وايي، چاودنه د ریموټ کنټرول پر مټ شوې او بله ډله وايي چې موټر د سړک غاړې په چاودېدونکو توکو ور برابر شوی دی.
د ځايي سرچینو پربنسټ، مړي او ټپیان عام خلک دي چې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم پکې شته.
چاودنه د کورمې ایجنسۍ په ګودر نومې سیمه کې شوې چې له پاړه چناره ۷۰ کیلومټره واټن لري.
یوه سیمهوال "ساجد توري" بي بي سي ته ویلي، سیمه ډېره وروسته پاتې او اوسېدونکي یې تر ډېره شیعه ګان دي.
د هغه په خبره، بس موټر د کورمې ایجنسۍ د سترو ښارګوټو (صدې او پاړه چنار) پر لار و چې چاودنه پرې شوې ده.
تر اوسه د چاودنې پړه کومې ډلې نه ده منلې، خو په کورمه ایجنسۍ کې د تاوتریخجنو پېښو مسوولیت ډېر ځلي پاکستاني طالبان پر غاړه اخلي.
د تېرې میاشتې په ۳۰مه د پاړه چنار په یوه بازارګوټي کې د چاودنې له امله ۲۸ کسان مړه شول او له هغه وړاندې په جنورۍ میاشت کې د سبزۍ په مارکېټ کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ووژل شول.
د یادو دواړو چاودنو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی و.