تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورمه ایجنسۍ کې چاودنې شل ولسي وګړي ووژل
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ په پاړه چنار کې یوې چاودنې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. د چارواکو په خبره، چاودنه نن شنبه سهار مهال د پاړه چنار سیمې په سبزي منډيي کې شوې، چې لږ تر لږه ۲۲ تنه يې وژلي دي.
سیمه ييز چارواکي وايي، دا چاودنه په منډيي کې داسې مهال شوې، چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وه.
چارواکو تراوسه د چاودنې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.
د چارواکو او لیدونکو په خبره، د پاړه چنار لويې امام باړې( حسینیې) ته دوولس مړي وړل شوي او ټپيان يې د دغې ایجنسۍ لوی روغتون لېږدولي دي.
د دغه روغتون یو چارواکی وايي، د پنځه پنځوسو په شاوخوا کې ټپيان ور وړل شوي دي، چې پکې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.
تر چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه او چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلی او پلټنې کوي، چې چاودنه څرنګه شوې.
بلې خواته په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تر چاودنې سملاسي وروسته د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري سیمې ته رسېدلي، چې د چورلکو له لاري ټپیان نورو روغتونونو ته ولېږدوي.
د کورمې ایجنسۍ پولیټيکل ایجنټ نصرالله خان وايي، چې ۱۳ ټپیان د درملنې لپاره په چورلکو کې پېښور ته لېږدول شوي دي.