تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاړه چنار کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ مرکزي ښار پاړه چنار کې د جمعې په ورځ یوه جومات ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او تر ۷۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
رپوټونه وايي، له چاودېدونکو توکو ډک موټر د جومات هغې دروازې ته څېرمه درول شوی، چې د جمعې د لمانځه لپاره ښځې لمانځه ته جومات ته پرې ننوتلې.
حکومتي خبري رسنیو ویلي، په چاودنه کې یو شمېر موټر او هټۍ هم ویجاړې شوې دي. په سیمه کې د یوه روغتون چارواکو بي بي سي ته وویل، ښايي د وژل شویو شمېر ډېر شي.
د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.
د پاکستان پوځ له برید وروسته ټپیان پېښور ته د چورلکې په مټ لېږدولي.
د دغه برید پړه د پاکستاني طالبانو سخت دریځې ''جماعة الاحرار'' ډلې منلې ده.
د ویلو ده چې کورمه ایجنسۍ کې د توکمیزو شخړو له کبله ډېره ګډوډي رامنځ ته شوې ده.
په تېر کې هلته د کورنیو شخړو له کبله زرګونه کسان وژل شوي دي.
په دې ایجنسۍ کې سخت دريځې ډلې فعالې دي چې په تېرو شپږو کلونو کې پاکستان هلته د امنیت خوندي کولو هڅه کوي.
په تېره جنورۍ میاشت کې د پاړه چنار د سبزي په یوه مارکیټ کې چاودنې لږترلږه ۲۴ کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.
وروسته ساجد حسین طوري وویل، کرمه ایجنسۍ ته د افغانستان له ننګرهار ولایته د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې اورپکي اوښتي دي.
پاړه چنار د کورمې ایجنسۍ مرکز دی، چې اوه قبایلي ولسوالۍ پکې پرتې دي.
دغه سیمې د سیمه ییز قانون او سیمه ییز دو په مټ کنټرولېږي، خو تر ډېره په کې د شیعه ګانو او سُني ډلو ترمنځ شخړې او لانجې وي.