ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خوشې شوې امریکایۍ - مصرۍ هرکلی وکړ

د ویډیو تشریح، ولسمشر ټرمپ وايي، دی "ډېر خوشحاله" دی چې ۳۰ کلنه ایه حجازي د تېرې پنجشنبې پر شپه بېرته امریکا ته رسېدلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ‎مصر له زندانه د خوشې شوې مصرۍ- امریکایۍ خیریه کارکوونکې ایه حجازي هرکلی کړی. ایه حجازي کابو درې کاله د مصر قاهره کې بندي وه.

ولسمشر ټرمپ وايي، دی "ډېر خوشحاله" دی چې ۳۰ کلنه ایه حجازي د تېرې پنجشنبې پر شپه بېرته امریکا ته رسېدلې ده.

اغلې حجازي چې په کوڅو کې د کارکوونکو ماشومانو د لاسنیوي خیریه کارونه یې کول، د ماشومانو د ځورونې له تورونو سره مخامخ شوې وه.

د هغې د خوشې کولو هوکړه روانه میاشت کې د ټرمپ او د مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي ترمنځ په لیدنه کې وشوه.

ایه حجازي او د هغې مېړه محمد حسنین تېره میاشت د قاهرې یوه محکمه کې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایه حجازي او د هغې مېړه محمد حسنین تېره میاشت د قاهرې یوه محکمه کې
اغلې حجازي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اغلې حجازي مصر کې زیږېدلي خو د امریکا ویرجینیا فالز چرچ کې لویه شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې وویل: "موږ ډېر خوشحاله یو چې ایه حجازي بېرته کور ته ستنه شوه. دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې هغه له خپل ورور سره یوځای وینم."

د ښاغلي ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جیرد کوشنر هم له اغلې حجازي سره کتلي دي.

ایه حجازي د امریکا او مصر دوه ګونی تابعیت لري. د هغې مېړه محمد حسنین په ۲۰۱۳ کال د "بلادي" (زما هېواد) په نوم د کارګرو ماشومانو د مرستې لپاره یو بنسټ جوړ کړ.

دغه جوړه (مېړه او ښځه) تېر کال له څلورو نورو هغو کارکوونکو سره یوځای ونیول شول، چې ددغه بنسټ لپاره یې کار کاوه.

د تېرې یکشنبې په ورځ پر دوی د ماشومانو د ځورونې او تښتونې تورونه بېرته واخیستل شول او امریکايي چارواکو پر دوی لګول شوي دا تورونه دروغ وبلل.

اغلې حجازي مصر کې زیږېدلي خو د امریکا ویرجینیا فالز چرچ کې لویه شوې ده.

له بنده تر خوشي کېدا وروسته ایه حجازي او د هغې مېړه محمد حسنین د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې واشنګټن ته څېرمه ولېږدول شول.

د ښاغلي ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم جیرد کوشنر هم له اغلې حجازي سره کتلي دي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم جیرد کوشنر هم له اغلې حجازي سره کتلي دي.
ټرمپ او ایه حجازي

د عکس سرچینه، Reuters

ټرمپ او ایه حجازي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ ایه حجازي ته ویلي، ښه وشول چې خوشې شوې

د امریکا او مصر ملي امنیت چارو کې د ټرمپ سلاکارې ډینا پاول له دغې جوړې سره الوتکه کې ملګرې وه.

د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما ادارې هم له مصري چارواکو د حجازي د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

د ۲۰۱۶ کال سپتمبر میاشت کې د سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې له حجازي نه د ټولو تورونو لیرې کولو او د هغې د خوشې کولو غوښتنه شوې وه.

خو د مصر د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د امریکا ددې غوښتنې په اړه ویلي وو چې "د امریکا ځینې رسمي بنسټونه ټینګار لري له قانون نه په سرغړونې سره موږ ناقانونه کار ته اړباسي."

ایه حجازي او د هغې مېړه محمد حسنین د محاکمې پرمهال (مصر، قاهره د ۲۰۱۷ د مارچ ۲۳مه)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایه حجازي او د هغې مېړه محمد حسنین د محاکمې پرمهال (مصر، قاهره د ۲۰۱۷ د مارچ ۲۳مه)
ایه حجازي مصر کې زیږېدلي او د امریکا ویرجینیا فالز چرچ سیمه کې لویه شوې ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایه حجازي مصر کې زیږېدلي او د امریکا ویرجینیا فالز چرچ سیمه کې لویه شوې ده
ایه حجازي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایه حجازي زندان کې کابو درې کاله تېر کړي