تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: ایران اټومي تړون سم نه پلی کوی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران تورن کړ، چې د "اټومي تړون سره یو مخ سم نه ځي".
نوموړي وویل: "موږ په ډېر غور دا مسله ارځوو او ډېر ژر به په دې تړاو خبرې وکړو".
ښاغلی ټرمپ د ایټالیا له لومړي وزیر سره په خبرو کې ځل بیا وویل، چې د ایران او شپږقدرتونو دا تړون ډېر بد تړون دی.
ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې دغه تړون خورا بد تړون بللی او د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما یې د دې تړون له امله ملامت کړی دی.
ښاغلی ټرمپ ویلي، چې ایران باید اټومي تړون ته بشپړ ژمن شي.
د امریکا د دریځ بدلېدل
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ویلي وو، چې ایران د اټومي تړون ژمنې پر ځای کړې دي.
نوموړي د خپل هېواد ولسي جرګې ته په لیک کې زیاته کړې وه، چې ایران د اپرېل تر اتلسمې اټومي تړون ته ژمن پاتې دی.
د اپرېل پر نولسمه ښاغلي ټېلرسن وویل، چې ایران د شمالي کوریا پر لار روان دی، خو امریکا به د دې کار مخه ونیسي.
د نوموړي په خبره، د ایران او شپږو قدرتونو اټومي تړون د اټومي غوښتنو لرونکي هېواد ته د باج ور کولو په مانا دی.
ښاغلي ټېلرسن دا هم وویل، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د ایران "ستونزه" بل حکومت ته په میراث نه پرېږدي.
اصلي ملامت
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د پنجشنبې په ورځ د ایران په هکله د خپل هېواد دریځ لا ډېر روښان کړ او ویې ویل، د واشنګټن په اند په سیمه ییزو جګړو کې "اصلي ملامت" ایران دی.
هغې د امنیت شورا غونډه کې د داسې چارو یادونه وکړه، چې په ځلونو امریکایانو یادې کړې، لکه په سوریه کې د بشار اسد ملاتړ، په یمن کې حوثي وسلوالو سره د وسلو مرستې او په لبنان کې د حزب الله ملاتړ.
په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر حېمز متیس د سعودی عربستان له چارواکو سره په لیدنه کې هم وویل، چې ایران په سیمه کې د ستونزو تر شا دی.
شنونکي څه وایي؟
حقوقپوه ارش ارامش وایي، د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ اټومي تړون په دې برخو وېشل دی. یو دا چې ایران څه غواړي، بل دا چې د بارک اوباما د حکومت غوښتنه څه وه او دریم هم د امریکا د نومي حکومت غوښتنې دي.
ایران دا تړون په دې مانا بولي چې اټومي جنجال او اړوند بندیزونه یې هم ختم شول.
د نوموړي په اند، بارک اوباما او حکومت یې پر دې سربېره له تهران غوښتل چې اټومي ازموینې ونه کړی.
هغه زیاتوي، د ډونلډ ټرمپ حکومت په دې هر څه سربېره ایران له هر هغه څه منع کول غواړي چې د سیمې ټیکاو زیانمنوي.