تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني ایران ته د جاسوسۍ په تور پاکستانی بندي کړ
د (ډي، پي، ای) خبري بنسټ د سه شنبې په ورځ خبر خپور کړ چې حیدر سید مصطفی د جرمني او اسراییلو د ګډې ټولنې د پخواني مشر او د پوهنتون د یوه دوه تابعیته (فرانسوی-اسراییلي) استاد په اړه د معلوماتو راټولولو په جرم محکوم شوی دی.
ویل کېږي، چې دغه معلومات د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو په غوښتنه راټول شوي دي.
ښاغلی مصطفی ۳۱ کلن دی، په ۲۰۱۲ کال کې جرمني ته لاړ چې د برمن ښار په یوه پوهنتون کې د مهندسۍ په برخه کې زدکړې وکړي.
د څارنوالانو په خبره حیدر سیدمصطفی د خپلې جاسوسۍ په بدل کې چې ډېره برخه یې د عکسونو اخیستل او د ځینو بالقوه اهدافو د جزیاتو ور کول وو، ۲۰۰۰ ایرو تر لاسه کړي دي.
الماني چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې د یاد کس د نیولو خبره کړې وه.
سید مصطفی تورن و چې په ۲۰۱۵ کال کې یې تر لاسه کړي معلومات ایران ته لېږلي دي.
د جرمني او اسراییلو د ګډې ټولنې پخواني مشر رینولډ روبه، تېرکال د المانۍ بیلډ ورځپاڼې ته ویلي وو، دا چې له ده څخه د پټو معلوماتو د ټولولو هڅه شوې، هک پک شوی نه دی او ورته چارې به یې پر فعالیتونو سیوری ونه غوړوي.