"په اچین کې بمبار شوې سیمه اوس هم د ټولو پر مخ تړلې"

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي چې امنيتي ځواکونه لا هم په اچين کې بمبار شوې سيمې ته خلک نه پرېږدي.

ورځپاڼې په جلال اباد کې د اچين له يوه اوسېدونکي سره خبرې کړې چې له بمبارۍ وړاندې له خپلې کورنۍ سره دغه ښار ته لېږدېدلى.

نوموړي ورځپاڼې ته ويلي "بمبار شوې سيمه د ټولو پر مخ تړلې او زه نه پوهېږم چې زما کور جوړ پاتې او که نه."

ورځپاڼې د افغان ځانگړو ځواکونو وينا هم راخيستې چې وايي ماينونو او په ځينو برخو کې د دوى پر وړاندې روان مقاومت سيمې ته د خلکو د پرېښودو چاره ځنډولې.

خو دوى دا نه وايي چې مقاومت د داعش د وسلوالو له لوري روان دى او که څنگه.

هندو:

هندۍ "هندو" ورځپاڼه وايي د هند د پلټونو ملي ادارې د ځينو افغان رسنيو هغه خبر نه دى کره کړى چې گواکې په اچين کې د امريکا له لوري کارول شوي تر ټولو لوى بم له امله ١٣ هندي وگړي هم وژل شوي.

ورځپاڼې د پلټنو ملي ادارې په وينا ليکلي چې په دې تړاو پلټنې روانې دي.

ورځپاڼه وايي، تېر کال د هند له کرېلا ايالت ٢١ سړي او ښځې د ايران له لارې افغانستان ته تللي وو چې له داعش سره يوځاى شي او په تېرو دوو مياشتو کې لږ تر لږه د حافظ الدين او مرشد محمد په نامه د دوو تنو د ادعا شوې وژنې په تړاو پلټنې روانې وې چې ويل کېدل د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي وو.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز سعودي عربستان ته د امريکا دفاع وزير جېم متېس د سفر اهميت ته کتنه کړې او وايي د سعودي حکومت او د ټرمپ ادارې ترمنځ اړيکي د بارک اوباما د واکمنۍ مهال په پرتله ښه شوي.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر اوباما د سعودي له نيوکو سره سره له ايران سره اټومي تړون لاسليک کړ خو ولسمشر ټرمپ د ايران پر وړاندې سخت دريځ خپل کړى، نو له دې امله سعودي د ولسمشر ټرمپ ادارې ښه هرکلى کړى.

ورځپاڼې د امريکايي چارواکو په وينا ليکلي چې له سعودي او عربي اماراتو سره به لا نورې استخباراتي او پوځي مرستې وشي.

گارډين:

برتانيا چاپ گارډين ورځپاڼه وايي، وسلوال پوليس روزل کېږي چې د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ مخې ته شوي بريد ته د ورته بريدونو مخنيوى وکړي.

ورځپاڼه وايي پوليسو ته نوې لارښوونې شوې چې د گاډي پرمخکينۍ ښيښې يا هندارې ډزې وکړي، وړاندې دوى ته ويل شوي و پر روان گاډي دې ډزې نه کوي ځکه د موټر د بې کابو کېدو خطر شته.

د برتانيا پوليسو د رييسانو شورا مشر سايمن چېسترمن ورځپاڼې ته ويلي "که کوم گاډى په ځانگړې توگه که کومه لارۍ د وسلې په توگه بريد کې وکارېږي، نو درولو لپاره يې ډېر تکتيکونه نشته."