تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټیلرسن له روسیې غوښتې له اسده ملاتړ ونه کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پر روسیې د فشار راوړلو په درشل کې دی چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له ملاتړه لاس واخلي.
مسکو د تیلرسن دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل تېره اونۍ د سوریې خان شیخون کې هغه کیمیاوي برید و، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او پړه یې د سوریې پر حکومت واچول شوه.
له برید وروسته امریکا د سوریې په الشعیرات نومې پوځي اډې برید وکړ. روسیې دا برید وغانده، خو واشنګټن وویل، دا برید یې د "کیمیاوي برید" په غبرګون کې کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امریکا به "سوریې ته ولاړه نه شي."
له "فاکس نیوز" سره مرکه کې د چارشنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ وویل "په سوریه کې د جګړې پیلولو هېڅ هوډ نه لري."
د اوو سترو هېوادونو ډلې د بریتانیا هغه طرحه رد کړه، چې پر روسیې یې نور بندیزونه غوښتي وو.
مسکو کې د بي بي سي خبریال سټیف روزنبرګ وايي، اسد په منځني ختیځ کې د روسیې مهم پوځي ملګری دی.