تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا دفاع وزیر: روسیه سوریه کې د کیمیاوي برید قربانیانو مسووله ده
د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن ویلي، په سوریه کې په وروستي کیمیاوي برید کې د "ولسي وګړو د وژل کېدو" مسووله روسیه ده.
ښاغلي فالن په سنډې ټایمز اوونیزې کې په یوه لیکنه کې ویلي، روسیه په "نیابتي" ډول د بشار اسد د "اصلي ملاتړي" په توګه ددې برید په تړاو مسووله ده.
د بریتانیا دفاع وزیر په وینا، د خلکو پروړاندې له کیمیاوي وسلو کارول یو "جنګي جنایت" دی چې د روسانو د سترګو پروړاندې رامنځته کېږي.
ښاغلي فالن په برخه کې پر سوریې د برید په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام ملاتړ کړی دی.
د بریتانیا د دفاع وزیر څرګندونې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن تر خبرو وروسته او سوریه کې د وروستي کیمیاوي برید په تړاو خپرې شوې دي.
ښاغلي جانسن مسکو ته د خپل ټاکل شوي سفر یوازې دوه ورځې وړاندې، سوریه کې د کیمیاوي برید په استناد اعلان وکړ چې روسیې ته به لاړ نه شي، ځکه "وضعیت په بشپړه توګه بدل شوی."
هغه ټینګار وکړ چې "په بنسټیزه توګه د وضعیت بدلېدو سره" اوس د هغه لومړیتوب سوریه کې "د اوربند ساتلو لپاره د بین المللي ملاتړ برابرول دي."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (اپرېل اتمه) وویل، لندن به له مسکو نه وغواړي چې سوریه کې د یوې "سیاسي حل لارې" عملي کېدو لپاره خپل ټول توان وکاروي.
هغه ټینګار وکړ، "زموږ له نظره دا ډېره دردوونکې ده چې روسیه لا هم د اسد له رژیم نه ملاتړ کوي."