د ستاکهلم برید؛ پولیسو د لارۍ چلوونکی بریدګر نیولی

د عکس سرچینه، Inpho
پولیسو ویلي، د سوېډن په پلازمېنه ستاکهلم کې د جمعې ورځې مرګوني لارۍ برید په تور یو کس نیول شوی چې باور کېږي د همغې لارۍ ډرېور دی.
دغه سړی د ښار په شمالي څنډه کې نیول شوی او نوم یې نه دی په ډاګه شوی، خو د سوېډني رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان تبعه دی.
د پلازمېنې په مرکزي برخه کې د یوه پلورنځي مخې ته پر خلکو د لارۍ خېژولو په پېښه کې څلور کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې په لارۍ کې چاودېدونکي توکي موندل شوي، خو پولیسو ویلي چې دوی یې نشي تاییدولی.
یوه عیني شاهد د پېښې صحنه وېروونکې وبلله چې په وینا یې مړي او ټپیان پر سړک پراته وو. د سوېډن لومړي وزیر سټېفن لافوېن دا ترهګریز برید بللی او امر یې کړی چې د هېواد پولو امنیت لا ټینګ شي.
تورن کس د جمعې په شپه هغه مهال ونیول شو چې د پولیسو لخوا د امنیتي کامرو په وسیله د مشکوک بریدګر انځورونه خپاره شول. وروسته د یوه بل کس د نیول کېدو خبر هم ورکړل شو.
د پولیسو ویاند لاس بایسټروم فرانس پرس ته ویلي، "پر نیول شوي کس شکمن یو چې خپله بریدګر دی."
سیمه ییزو رسنیو د پولیسو یوې سرچینې په حواله ویلي دویم نیول شوي کس هم له لومړني سره د اړیکو په شک توقیف شوی دی.

د لارۍ څښتن شرکت ویلي چې موټر یې پرون سهار غلا شوی و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Inpho

د عکس سرچینه، EPA








