تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ګلابی ستوری' نومي الماس د ۷۱ میلیونه ډالرو بدل کې
هانګ کانګ کې یو بې ساری الماس چې د 'پینک سټار ' ګلابي ستوري نوم ورکړل شوی، په بې ساري بیه پلورل شوی دی.
رپوټونه وايي، دغه ۵۹ اعشاریه شپږ کیراته الماس چې بیضوي بڼه لري، د لیلامۍ له پیله ایله پنځه دقیقې وروسته د ۷۱ میلیونو ډالرو بدل کې وپلورل شو.
تر اوسه د دغه ډول هېڅ یوه الماس بدل کې دومره بیه نه ده ورکړل شوې.
سوتهبېز نومې ادارې دغه الماس پلورلی دی. دا په خپله کیټګوري کې تر ټولو لوی الماس دی، چې لیلامۍ ته وړاندې شوی.
د لیلامۍ بیه یې له ۵۶ میلیونو ډالرو پیل شوه.
له دې مخکې ۲۰۱۳ کال کې دغه الماس د ۸۳ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی و، خو وروسته یې مشتري ډیوالي وخوت.
دغه الماس دي بیرز نومي ادارې د افریقا له یوه کانه ۱۹۹۹ کال کې موندلی و او د دوو کلونو مودې کې توږل شوی و.
سوتبهېز ویلي، پینک سټار د هانګ کانګ ګاڼه پلورونکې ادارې چوو تای فووک پیرلی دی. ' ۷۷ ډایمنډز ' نومې ادارې کې د الماسو برخې مشر اکسانډر بریکنر بي بي سي ته ویلي، دا یو استثنايي الماس دی:
''دا د بشر په تاریخ کې تر ټولو لوی ګلابي رنګه الماس دی، چې موندل شوی دی، عجب حیرانونکی رنګ لري. ''
تر اوسه د زیاتې بیې تر لاسه کولو ریکارډ د اوپنهایمر بلیو نومي الماس په نوم ثبت و، چې تېره مې میاشت کې د ۵۰ میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی و.
اوپنهایمر جنیوا کې له کریستي نومي لیلامۍ نه یوه نامعلوم کس د لیلامۍ له پیله شل دقیقې وروسته د ټیلیفون له لارې پېرلی و.