تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوهايو شپې کلب بريد کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي
د امريکا اوهايو ايالت د سنسناټي ښار د يوه شپې کلب کې د ډزو له امله يو کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
د سنسناټي ښار د پوليسو په وينا د کيمو شپې کلب پېښه کې لږ ترلږه دوه بريدګر شامل وو.
د پوليسو يوې مشرې کېمبرلي وېليمز ځايي تلويزیون ته ويلي چې د ځينو ټپيانو حالت نازک دی. د نوموړې په وينا بريدګر تښتېدلي او اوسمهال پوليس يې په اړه ډېر معلومات نه لري.
د اغلې وېليمز په وينا تراوسه نه ده روښانه چې د دې برید ترشاه څوک دي او د نوموړې په وينا بريدګر له يوه زيات وو.
بريد ځايي مهال د شپې شوی، دغه مهال په کلب کې ګڼ کسان موجود وي.
تېر کال د امريکا فلوريډا ايالت په اورلنډو کې پر يوه شپني کلب بريد کې ۴۹ تنه وژل شوي وو.