سرطان ښځه او مېړه په یوه اونۍ کې ووژل

د مایک او جولي اولادونه خپلو والدینو ته د درناوي په پار د هغوی انځور خپور کړی دی

د عکس سرچینه، BENNET FAMILY

د عکس تشریح، د مایک او جولي اولادونه خپلو والدینو ته د درناوي په پار د هغوی انځور خپور کړی دی

د برتانیا د شمال اوسېدونکي مایک بینیټ او مېرمن یې د سرطان ناروغۍ له امله په یوه اونۍ مړه شول.

د مایک او جولي غملړلې مړینې د نړۍ له لره او بره د دوی له اولادونو سره غمشریکي زیاته کړه، د لاسنیوي لپاره یې د نغدي مرستو پرلیکه کمپاین پیل شو چې په پایله کې ۳۰۰ زره امریکايي ډالر ورته راټول شول.

له بینیټ کورنۍ درې اولادونه لوک چې ۲۱ کلن دی، ۱۸ کلنه هانا او ۱۳ کلن اولیور پاتې شول، خو هغه څه چې دوی یې ارامولای شول، هغه د دوی ګډ اوسېدل و.

د بیننیټ کورنۍ ته د ډېر د احترام په پار یې اولادونو هغه عکس چې په روغتون کې یې له خپل پلار او مور سره اخیستی و، خپور کړ. په عکس کې مایک او جولي د روغتون پر کټ بستر دي او لاسونه یې یو بل ته ور کړي دي.

د عکس د خپرولو پر مهال له لوک سره چې د کور سرپرستي پاتې، اندېښنه دا وه چې ګویا ۱۳ کوچنی ورور اولیور یې ښايي د پالنې لپاره بل چا ته وسپارل شي.

مایک او جولي د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ

د عکس سرچینه، BENNET FAMILY

د عکس تشریح، مایک او جولي د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ

یاد عکس پر ټولنیزو رسنیو ډېر ښکته او پورته شو او د نړۍ له هر ګوټه د دوی د یو ځای اوسېدو غوښتنې وشوې.

خو تېره دوه نۍ ( دوشنبه) چې د مارچ ۱۴ مه وه، لوک په برتانیه کې په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل، له یوه خپلوان سره یې به ګډه یې د خپل کشر ورور پالنې ته اوږه ور کړې ده.

د کورنۍ مشر ورو لوک بنت د خپل مور او پلار له مړینې وروسته د خپل ژوند کیسه په یوه تلوېزیوني پروګرام کې وکړه

د عکس سرچینه، ITV

د عکس تشریح، د کورنۍ مشر ورو لوک بنت د خپل مور او پلار له مړینې وروسته د خپل ژوند کیسه په یوه تلوېزیوني پروګرام کې وکړه

لوک د خپل پلارومور تر مړينې یوه میاشت وروسته پر دوی د پلار او مور د مړینې د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

هغه چې اوس زدکړیال دی، وویل، له پیله (دی او خور) یې د مالي ستونزو په کیسه کې نه وو، خو یوازې یې دا فکر کاوه چې څنګه د یوې کورنۍ په توګه ګډ‌ ژوند وکړي.

لوک ویلي، هغه کومکونه چې د دوی له کورنۍ سره شوي، له اقتصادي اړخه یې د دوی اړتیاوې پوره کړې او هوډ لري چې یوه برخه یې په خیریه کارونو ولګوي.

د کورنۍ مو او پلار د شپږو ورځو اوږو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

د عکس سرچینه، BENNET FAMILY

د عکس تشریح، د کورنۍ مو او پلار د شپږو ورځو اوږو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

۵۷ مایک او ۵۰ کلنه جولي د تېرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د ناروغۍ د ډېروالي له امله په روغتون کې بستر شول.

مایک له ۲۰۱۳ کاله د مغزو له توموره کړېده او مېرمن جولي یې ترې پالنه کول، خو تېر زېږدیز کال هغه هم د ینې او پښتورګو په سرطان اخته شوه چې وروسته یې د بدن نورو برخو ته هم وغځېد.

مارک د فبرورۍ په شپږمه او جولي د فبرورۍ په ۱۲ له دنیا سترګې پټې کړې.

مایک ۵۷ او جولي ۵۰ کلنه وه

د عکس سرچینه، BENNET FAMILY

د عکس تشریح، مایک ۵۷ او جولي ۵۰ کلنه وه