تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډونلډ ټرمپ د پخوانیو مالیو اسناد افشا شوي
د امریکا "اېم اېس اېن بي سي" تلوېزیون د ټرمپ د مالیو دوه اړوند اسناد افشا کړي، چې وايي په ۲۰۰۵ کال یې د ۱۵۰ میلیون ډالرو عوایدو ایله ۳۸ میلیون ډالر مالیه ورکړې ده.
د دغه تلوېزیون افشاګریو د سپینې ماڼۍ غوسه راپارولې او دا کار یې له قانون سرغړاوی بللی دی.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال د خپلو مالیو په اړه د اسنادو له افشا کولو ډډه کړې وه.
کارپوهان وايي، افشا شوي اسناد به ټرمپ د خپلو مالیو په تړاو د حسابونو په ډاګه کولو ته اړباسي.
که څه هم د مالیو اړوند اسناد افشا کول د امریکا د قانون خلاف کار دی، خو د "اېم اې اېن بي سي" تلوېزیون خبریاله ریچل ميډو وايي، د عمومي ګټې په خاطر د معلوماتو خپرول خپل حق بولي.
خبریالان وايي، ددغو اسنادو افشا کول یوه مهمه مسله ده؛ ځکه چې د ټرمپ د مالیاتي سابقې په اړه ډېر معلومات نه وو خپاره شوي او ددغو اسنادو افشا کېدل به ددې لامل شي چې ټرمپ لانورو معلوماتو خپرولو ته اړباسي.
اغلې میډو د سې شنبې په ورځ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو، د ډونلډ ټرمپ د ۲۰۰۵ کال د مالیاتو سوابق یې ترلاسه کړي او هوډ لري چې په تلوېزیوني خپرونه کې یې خپاره کړي.
په دوو مخونو کې خپاره شوي اسناد ښيي چې ښاغلي ټرمپ په ۲۰۰۵ کال پنځه میلیونه او ۳۰۰ زره ډالر فډرالي مالیه او ۳۱ میلیون ډالر بدیله مالیه ورکړې ده.
د ښاغلي ټرمپ له خوا ۳۸ میلیون ډالر ورکړل شوې مالیه د هغه د عاید نژدې ۲۴ سلنه یا لږ ترې کمه جوړوي، په دې معنا چې هغه د امریکا د عادي خلکو د مالیې په پرتله کمه مالیه ورکړې ده، خو د قانون له مخې ډېر عاید لرونکي باید ۲۷٫۴ سلنه مالیه ورکړي.
دغه اسناد د "نیویارک ټایمز" هغه پخوانی رپوټ هم تاییدوي، چې ښيي ښاغلي ټرمپ له فرصته په ګټې اخیستو سره د میلیاردونو ډالرو عاید له مالیې ورکولو ډډه کړې.
تر اوسه د ډونلډ ټرمپ د شخصي شتمنۍ کچه د یوه پټ راز په توګه پټه پاتې ده او یوازې نور افشا کېدونکي اسناد د هغه له عوایدو، ملي او نړیوالې شتمنۍ پرده پورته کولای شي.