اسټرالیا کې د جهیل اوبو رنګ ګلابي شوی

د اسټرالیا ملبرون ښار کې د تروو اوبو یو جهیل کې د اوبو رنګ د تودوخې ټیټې درجې او وچکالۍ له کبله ګلابي شوی دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي د جهیل تر اوبو لاندې مالګې اوبړۍ کړې، چې سور رنګ ورنه راوځي. چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د جهیل له لیدو خوند واخلي، خو وايي لامبو دې په کې نه کوي.

د کاناډا او اسپانیا په جهیلونو کې هم ورته پېښې شوې.

د پارک مشر ساینسپوه مارک نومین وايي، دا طبیعي حالت دی. هغه وايي خلک داسې هم وايي، چې دا د کارخانو یا صنعتي کارځایونو پاتې شوني دي، یا اوبو ته مصنوعي رنګ ورګډ شوی، خو په خبره یې داسې نه ده.

نوموړی وايي که څه هم دا اوبه خطرناکې نه دي، خو دی وايي په کې د لامبو مشوره به ور نه کړي.

هغه وايي جهیل کې مالګه او خاوره دومره ډېر دي، چې له لامبو نه د خوند اخیستو پر ځای به لامبوزن له ستونزو سره مخامخ وي. ښاغلی نومین وايي د موسم له بدلېدو او باران وروسته به د اوبو رنګ بېرته خپل حالت ته وګرځي.