'مالیزیا کې د سعودي شاهي کورنۍ پر غړو د برید پلان شنډ شوی'

مالیزیا کې پولیس وايي، د سعودي عربستان شاهي کورنۍ پر میلمنو غړو یې د مشکوکو یمني سخت دریځو پلان شوی برید شنډ کړی دی.

د مالیزیا کوالالمپور ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان له رسېدو مخکې څلور یمنیان، د یوه مالیزیايي او اندونیزیايي په ګډون درې نور مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

پاچا سلمان له ۲۵ شاهزادګانو سره یو ځای د اسیا په سفر وتلی.

سعودي عربستان له تېرو دوو کلونو راهیسې د یمن حوثي یاغیانو خلاف د یوه پوځي اییتلاف مشري کوي. تر اوسه دا معلومه نه ده، چې ایا دغه نیول شوي کسان له کومې یمنۍ ډلې سره تړاو لري که نه.

خو یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې نیول شوي څلور یمنیان د حوثي یاغیانو کسان دي.

بل لور ته دا هم معلومه نه ده، چې نیول شوي نور درې کسان هم د همدې ډلې غړي دي که نه. نیول شوي ټول کسان د فبرورۍ له ۲۱ مې بیا تر ۲۶ نېټې، چې پاچا سلمان مالیزیا ته ورسېد نیول شوي دي.

د ځايي پولیسو مشر خالد ابوبکر خبریالانو ته ویلي:

''دغې ډلې پلان درلود، چې کوالالمپور ته د سعودي عربستان پاچا او شاهزادګانو سفر پر مهال برید وکړي، خو موږ دوی وروستیو شېبو کې ونیول. "

پاچا سلمان د ۶۰۰ کسیز پلاوي سره یو ځای مالیزیا ته په څلور ورځني سفر تللی. دا اسیا ته د نوموړي د یوه میاشتني سفر پیل دی، چې ویل کېږي د دوو مرسیدس ایس ۶۰۰ او الیکترونیکي لفټونو په ګډون ۴۵۹ ټنه تجهیزات ورسره لېږدول کېږي.