سعودي عربستان: ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو وګړي ښکېل دي

سعودي عربستان کې چارواکي وايي، دا وروستیو کلونو کې دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو کسان ښکېل دي.

د سعودي ګزټ ورځپاڼې رپوټ کې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، چې د هېواد استخباراتي ادارو په پنځو زندانونو کې ۵۰۸۵ زندانیان توقیف کې دي.

نیول شويو کسانو کې اووه افغانان او ۶۸ پاکستانیان هم شامل دي، خو چارواکو نه دي ویلي، چې دغه کسان د کومو تورونو له مخې نیول شوي او یا محاکمه کېږي.

د سعودي چارواکو په خبره نیول شویو کسانو کې درې امریکایان او د فرانسې، بلجیم او کاناډا یو، یو کس هم شامل دي.

له نیول شویو کسانو نه د یو شمېر هغو استناف غوښتنه ځانګړیو محکمو رد کړې او د زندان سزا تېروي او د یو شمېر نورو محاکمه روانه ده.

له دې سره ځینې نور بیا د څارنوالانو له لوري د پوښتنو، ګروېږنو له بهیره تېرېږي.

اعلامیه کې ویل شوي، د څارګرو ادارو په زندانونو کې ډېری بندیان سعودیان دي، چې شمېر یې ۴۲۵۴ کسانو ته رسېږي. له دې وروسته د یمنیانو شمېر ۲۸۲ کسانو ته او د سوریې اوسېدونکو شمېر ۲۱۸ کسانو ته رسېږي.

له عربي هېوادونو نه ۵۷ مصریان، ۲۹ سوډانیان، ۲۱ فلسطینیان، اووه سومالیایان، پنځه عراقیان، درې لبنانیان، ۱۹ اردنیان، دوه موریتانیایان، دوه اماراتیان، ۱۰ بحرینیان، دوه قطریان او د لیبیا او جزایر یو، یو کس شامل دي.

زنداني کسانو کې یو چینايي، درې فیلیپینیان، ۱۹ هندیان، شپږ ایرانیان، څلور ترکان، څلور بنګله دېشیان او د کرغیستان یو اوسېدونکی هم شامل دي.

دغه کسانو ته له کورنیو سره د کورنیو چارو وزارت له لارې غږیزې او تصویري اړیکي نیولای شي.