تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا 'ښایي پر پولې ناقانونه اوښتونکو کورنیو غړي سره وویشي'
متحده ایالتونه پر دې غور کوي چې د هغو کورنیو ماشومان له خپلو مېندو پلرونو بېل کړي چې په ناقانونه توګه د مکسیکو له پولې دغه هېواد ته د اوښتو پرمهال نیول کېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کېلي سي ان ان ته ویلي، ددې کار هدف دا دی چې له مرکزي امریکا نه متحده ایالتونو ته د کورنیو له خطرونو د ډک سفر مخه ونیسي.
لسګونه زره والدین او د هغوی ماشومان چې ډېری یې د هندوراس او السلوادور له تاوتریخوالو تښتي، د امریکا له پولې د اوښتو پرمهال نیول شوي دي.
سرحدي امنیت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له عمده ټاکنیزو شعارونو و. او ژمنه یې کړې چې له مکسیکو سره پر پوله به دیوال جوړوي.
د ځینو امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د نوې پالیسۍ له مخې به مېندې او پلرونه د قانوني بهیر په لړ کې یا هم بېرته خپل هېواد ته ستنولو پورې په توقیف کې وي او د ماشومانو ساتنه به یې تر هغه د روغتیا او بشري خدمتونو اداره کوي چې خپلو امریکایي خپلوانو ته وسپارل شي او یا یې د دولت مجوز سرپرست پالنه وکړي.
ښاغلي کېلي هم د دوشنبې په ورځ دا راپورونه تایید کړل. هغه وویل، متحده ایالتونو ته له مرکزي امریکا نه د مکسیکو له لارې د راتګ درلولو لپاره به هرڅه چې دده له وسې وشي ترسره کړي.