د امریکا د استخباراتو پخوانی مشر وايي د ټرمپ ټيلېفوني خبرې اورېدل شوې نه دي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د دغه هېواد د ملي استخباراتو مشر وايي، نه د ښاغلي ټرمپ او نه یې هم د کمپاین ډلې خبرې په پټه اورېدل شوي.

د دغې ادارې پخواني مشر جېمز کلپر ویلي دی د محکمې له داسې کوم امره خبر نه دی چې د ښاغلي ټرمپ د استوګنځي خبرو ته د غوږ نیولو اجازه دې پکې ورکړل شوې وې.

ښاغلي کلپر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا ولسمشریزې ماڼۍ د دغه هېواد له کانګرېس وغوښتل چې څېړنه دې وکړي او دا مالومه کړي چې آیا مخکیني ولسمشر بارک اوباما د کار وروستیو میاشتو کې له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ښاغلی اوباما په دې تورن کړ چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال او کله چې د ټرمپ پر ډلې تور ولګېد چې له روسیې سره اړیکي لري، نیویارک کې یې د ټرمپ استوګنځي کې د ده د خبرو د اورېدو امر کړی و.

د ښاغلي اوباما ویاند د ښاغلي ټرمپ خبرو ته د احتمالي غوږ نیونې په مسله کې لاس لرل په کلکه رد کړل.

د امریکا د ډیموکرات ګوند مشرانو له ښاغلي ټرمپ غوښتي چې د دغې ادعا لپاره دې خپل شواهد وړاندې کړي. ښاغلي ټرمپ لا د دغې ادعا لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی.

نن (پنجشنبه د کب ۱۵) سپینې ماڼۍ له کنګرې وغوښتل د دې ترڅنګ چې روسیې سره د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د ډلې د پټو اړیکو د ادعا په تړاو څېړنې ترسره کوي دا موضوع دې هم وڅېړي.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چې وروسته له دې به نه ډونلډ ټرمپ او نه هم د سپینې ماڼۍ بل چارواکی د دې موضوع په هکله وغږېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې وه، چې ګواکې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي له بریا مخکې ښاغلي اوباما د نوموړي ټیلیفوني مکالمو د ثبتولو امر کړی و.

د شنبې پر ورځ ښاغلي ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي ول: "د خواشینۍ خبره ده! اوس معلومه شوه، چې زما له بریا مخکې اوباما ټرمپ ودانۍ کې زما ټیلیفون ثبت کړی، هېڅ یې نه دي موندلي، دا مشکوکه کړنه ده"!

له اوونیو را په دېخوا ښاغلی ټرمپ د امریکا له یو شمېر استخباراتي او امنیتي بنسټونو سره په خبرو بوخت دی چې ولې ګواکې د دغو ادارو یو شمېر کارکوونکي رسنیو ته د ښاغلي ټرمپ پر ضد مالومات ورکوي.

ډیموکراتان ښاغلی ټرمپ په دې تورنوي چې د نویو ادعاو له پیلولو سره غواړي د عامو وګړو پام روسیې سره د ده د ډلې د پټو اړیکو له څېړنې بلې خوا ته واړوي.