د چینايي کلیوالو ډله ییز طلاق

د عکس سرچینه، Getty Images
په ختیځ چین کې ۱۶۰ جوړو 'ښځو او مېړونو' له دولته د خپلو کورونو د نړولو د زیات تاوان د ترلاسه کولو لپاره طلاق واخلي.
د چین دولت غواړي د جیانګسو ولایت جیانګبي ولسوالي په ټکنالوژیکې سیمې بدله کړي، نو ځايي اوسېدونکو ته یې ویلي چې مجردانو ته هم کټ مټ د متاهلو امتیاز یعنې کور او ۱۹۰۰۰ ډالر ور کوي چې له امله یې تر ۸۰ ډېرو کسانو ویلي، د یادو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره چمتو دي خپل ګډ ژوند پای ته ورسوي.
د یادې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي تر ۸۰ کلونو ډېر عمر لري، چې ډېری یې ویلي غواړي خپل ګډ ژوند ته دوام ورکړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، هلته له نسلونو راهیسې اوسېدلي، خو د پرمختګ لپاره یې ډېر کم فرصت ورکړل شوی دی.
هره جوړه (مېړه او ښځه) شاید د کور لپاره ۲۲۰ متر مربع ځمکه ترلاسه کړي.
خو کورنیو ته ویل شوي، که په محکمه کې رسمي طلاق وکړي، نو ۷۰ متر مربع نوره ځمکه به د تاوان په توګه ورکړله شي.
ښايي ځینې کورنۍ له طلاق وروسته بیا له سره واده وکړي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې کومې کورنۍ به د تاوان جبران ترلاسه کړي.








