تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډیموکراټان د امریکا د عدلیې وزیر استعفا غواړي
د امریکا کانګرس جګپوړې ډیموکراټې غړې نانسي پلوسي د عدلیې له وزیر جف سشنز د استعا کولو غوښتنه کړې ده.
اغلې پلوسي دا غوښتنه وروسته تر هغه کړې، چې ظاهراً ښاغلی سشنز د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال امریکا کې د روسیې له سفیر سره دوه ځلې ترسره شوې ناستې نه وې اعلان کړې.
نانسي پلوسي د عدلیې پر وزیر تور پورې کړی، چې ګني کانګرس ته یې دروغ ویلي او هغه یې د عدلیې وزارت ته وړ کس نه دی بللی.
ښاغلی سشنز له روسي چارواکو سره کتنې او له هغو سره د ټاکنو اړوندو مسلو په اړه د خبرو خپاره شوي رپوټونه دروغ بللي دي.
جف سشنز دا مهال د عدلیې د وزیر په توګه د فدرالي پولیسو (ایف بي ای) پر کړنو څارنه کوي او د امریکا ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې اړوندو تورونو د ارزونې په حال کې دی.
دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې وړاندې ډیموکراټو او جمهوریپالو غړو د تېر کال ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د روسیې د مداخلې او رول لوبولو د ادعاوو څېړلو لپاره د ګډې څېړونکې جرګه ګۍ پر ګومارلو ټینګار کړی.
سپینې ماڼۍ د ټاکنو پرمهال د هر ډول نامناسب ګام اخیستل دروغ ګڼلي.
له ټاکنو وړاندې له روسي سفیر سره د سشنز خبرې
د امریکا عدلیې وزارت ټینګار کړی چې ښاغلي سشنیز د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال امریکا کې له روسي سفیر سره خبرې کړې دي.
دغه وزارت ویلي، له سیرګي کیسلیاک سره دوه ځلې خبرې شوې. ښاغلی کیسلیاک له ۲۰۰۸ کال راهیسې امریکا کې د روسیې سفیر پاتې شوی.
یوځل خبرې د ښاغلي سشنیز په دفتر کې هغه مهال شوې، چې ښاغلی سشنز د مشرانو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې غړی و او بل ځل واشنګټن کې د بهرنیو سفیرانو په حضور کې د ډله ییزې کتنې پرمهال ترسره شوې.
سپینې ماڼۍ تر اوسه ددې مسلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لومړي ځل ددغو خبرو له مسلې پرده پورته کړه چې ګني ښاغلي سشنز مشرانو جرګه کې د صلاحت ترلاسه کولو پرمهال دغو کتنو ته اشاره نه وه کړې.
ښاغلی سشنز په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ملاتړی و او هغه ته یې سلامشورې ورکولې.