تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۸۸ کاله وروسته ښځه د لندن د پولیسو مشره ټاکل شوې
له تېرو ۱۸۸ کلونو وروسته، لومړی ځل د کریسیډا ډیک په نامه نامه یوه ښځه د لندن د پولیسو مشره ټاکل شوې ده.
اغلې ډیک به د سر برنارډ هوګن ځای ناستې وي. نوموړي تېر کال له دندې د لاس پر سر کېدا اعلان وکړ.
ډیک، چې وړاندې د ترهګرۍ ضد ملي پولیسو مخکینۍ مشره وه، وویل "زښته ډېره نېکبخته ده".
دې په ۲۰۱۴ کال پولیسو کې له ۳۱ کلونو خدمت وروسته د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه.
د لندن ښاروال صادق خان د اغلې ډیک د ګومارل کېدو هرکلی کړی او هغه یې ددغه مقام لپاره "غوره کس" ګڼلی.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر امبر راد هم اغلې ډیک یوه "روشنفکره" او "استثنايي مشره" بللې ده.
اغلې ډیک ۵۷ کاله عمر لري چې مور او پلار یې د پوهنتون استادان وو. دې په کرنې او ځنګل کرلو کې زده کړې کړې خو په ۲۰۰۱ کال له پولیسو سره تر یوځای کېدا وروسته یې کمبریج پوهنتون کې د جرم پېژندنې څانګه کې زده کړې وکړې.
هغې څو کاله وړاندې یوه مرکه کې ویلي وو، د پولیسو لیکو کې د توکمپالنې له منځه وړل ناممکن دي.
اغلې ډیک به هر کال ۲۷۰۶۴۸ پونډه (تقریباً ۳۳۷ زره ډالر) پیسې ترلاسه کړي.